fbpx

ولي خاندو نه چې ژاړو ؟

لیکوال: خانزاده تراب

پکتیکا، شرنه

زما په نظر یو خو دانسان تقاضا او غوشتني له حد نه زیاتي وي چې هغه ټولي او بیځایه غوښتني په یو وخت نشي ترسره کیدلی؛ دوهم دا چې انسان له پیل څخه حرث لرونکی دی لکه بابا ادم (ع) او بی بی هوا چی دجنت په هغو بی پایانه نعمتونو سربیره هم د هغې وني نه د میوې د خوړلو په فکر کې ؤ له کومې نه چې الله تعالی منع کړي ؤ، چې بلاخره شیطان ورباندي هغه د غنم دانه وغوړله.

خو کله چې شیطان په هغه (ع) باندي د غنم دانه وخوړله نو د الله (ج) په امر دواړه له جنت څخه ځمکي ته راکشته شول او سبب یی ددوئ ژړا اوفریاد شو چې ددوی له بی شانه ژړا او توبو نه الله ددوی توبه قبوله کړه.

نو معلومه خبره ده چې دانسان خصوصآ دمسلمان په قسمت کې ژړا او خپګان فطري دي.

دوهم سبب یی دادی چی کله هم انسان دمور په ګېډه کی د شپږو میاشتو شي نو الله (ج) هغه ته خندا ورنصیب کوي لکه الله (ج) فرمایی : وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى النجم: 43

ژباړه : او مونږ هغه خندوؤ او ژړویي.

خو برعکس لومړی کار دهغه ماشوم چې دنیا ته سترګې وغړوي، ژاړي او په ژړا سره خپل د دنیا نوی ژوند پیل کړي.

له دې څخه دا معلومیږي چې انسان له دواړو پړاونو نه که هغه د ادم (ع) له شروع نه دی او یا که ماشوم د مور له ګیډی نه د پیدایښت په وخت کې وي، ژړا یی د ژوند قاعده ده .

همدا علتونه دي چې هر انسان بلخصوص مسلمان د ژوند زیاته برخه په خپګان کې تیروي.

دا چې ولي زیات ژاړو بیلابیل سببونه لري، چې یو هم له هغو څخه د انسان کمزوري ده؛ چې د غمونو او تکلیفونو پر وړاندی ناتوانه وي او طاقت یې نه لري.

دوهم دا چې انسان زیات حارث دی؛ د زیاتي شتمني، هستي، لوړ موقف او ښه ژوند غوښتونکی وي، چې الله (ج) د هر انسان ژوند ته له بل انسان سره توپیر ورکړی.

په هره ټولنه کې د اقتصاد له نظره دری طبقې خلک اوسیږي.

۱ – د ټولني لوړ خلک ( ډېر سرمایه دار، او شتمن خلک)

۲ – د ټولني منځني خلک ( هغه خلک چې یواځي روزمره ژوند یې ښه وي)

۳ – د ټولني ټیټ خلک ( هغه خلک چې اقتصادي مشکل لري)

خدای (ج) په ټولنه کې شتمن خلک د غریبانو لپاره د لاسنیوي او کومک لپاره پیدا کړي چې دا یو ازمایښت او امتحان هم دی؛ لکه: ذکات، صدقه، عُشر، سرسایه او داسي نور…

غریبان یې د دې لپاره پیدا کړي تر څو شتمن خلک ورباندي و ازمایې، او شتمنو خلکو ته دا وشایې چې هر انسان غریب او مسکین دی؛ او هم پر غریبانو د الله (ج) له لوري غریبي یو ازمایښت ده.

چې د همدغه غریبي، او یا نورو روزمره مشکلاتو له وجې ډیری خلک په روهي ناروغیو اخته کېږي او د همدغه ناروغیو له لاسه ځوریږي؛ ان تر دې چې ځان وژنه کوي، چې له خپل ژوند څخه بېزاره او تیریږي.

هغه کسان چې د بیځایه خواهښاتو او غوښتنو په مقابل کې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی؛ او نه غواړي چې ژوند وکړي، په اصل کې هغوی ته دغه ستره هستي ( ژوند) چې خدای ورکړی د هغې هستي په قدر او اهمیت نه دي پوه شوي.

هو ! هیڅوک دي هم خپل قیمتي ژوند او هستي په وړیا له لاسه نه ورکوي نه دي له خپل ژوند نه مایوسه کیږي دا ددې لپاره چی په خپګان پسي خوشهالي حتمې راتلونکې وي او هر قسم مشکل یوه د حل لار لري لکه د هم هغو (بابا ادم (ع) او بی بی حوا (رض) توبه چی الله ج قبوله کړه او هغوئ یی له ژړا او مشکلاتو څخه خلاص کړل او بیرته یې هغه اوچت مقام ورکړ.

ولي خاندو نه چې ژاړو ؟ د الهی زات لپاره هیڅ کوم کار ناشونی نه ده، چې څه وغواړي کولای یې شي.
نو بیا ولي له هغه کامل الجمالات لایزال زات څخه د مصیبتونو د خلاصون دعا نه کو؟

ولي ورنه د خوشحالي او د خوښحاله ژوند د لرلو دعا نه غواړو؟

ولي ورنه د دنیا او اخیرت نیکمرغي او سپین مخیتوب نه غواړو؟

دا چې مسلمانان یو او په الله (ج) ایمان لرو؛ نو هر څوک چې له هر راز مشکل سره مخ کیژي حل کوونکی یې یواځې او یواځې الله دی؛ د هغه (ج) لور ته دي متوجه کیژې او له تکلیف، غم، مصیبتونو څخه دي د خلاصون دعا وکړي، تر څو مو د دعاګانو په غوښتلو مشکلات حل او خدای (ج) راضي کړی وي.

په درنښت !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د