fbpx

د کب څلور ویشتمه زمونږ د هیواد د تاریخ یوه نه هیریدونکې ورځ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ۱۳۵۷ هجري لمریزکال د حوت د میاشتې څلورویشتمه ز مونږ د ویاړلي هیواد په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې او تلپاتي ورځ ده .
په دې تاریخي ورځ کې ننګیالیو هراتیانو له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په خاطر د سر ښندنې او فداکاري میدان ته را ودانګل ، او دالله اکبر په ملکوتې ناروسره يې د الحادي مفکوري د بي ضمیره پلویانو پرخلاف عمومي پاڅون وکړ .

په دې تاریخي پاڅون کې په یوه ورځ تر ۲۴۰۰۰ زیات غیرتي هراتیان شهیدان خو د خپل دین او هیواد دساتلو مسؤلیت یې تر سره کړ.

د وخت د ملحد نظام پر خلاف د مسلمانو هراتیانو دغه جهادي پاڅون یواځې او یواځي د هغوی د اسلامي جذباتو او عقیدوي روحیې محصول وه چې په تشو لاسونو، خو ټینګو ایمانونو سره یې پیل کړ، نه یې د وخت د طاغوت له وحشت څخه ویره وکړه او نه یې د خپل جهادي قیام په بریالیتوب کې له چا څخه د مادي مرستې تمه و لرله.

په تاریخي لحاظ کولای شو د هرات ولایت د شهید روزونکي ولس د غه جهادي قیام په افغانستان کې کمونیزم پر خلاف د سرتاسري جهادي قیام پیلامه وبولو ؛ ځکه تر هغه را وروسته د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې جهادي پاڅونونو له همدغه پاڅون څخه په الهام اخیستوسره پیل او هرځای یې پر ملحدو کمونیستانو باندې د اوسیدو کړۍ تنګه کړه .

هماغه وه چې وطن پلورونکي کمونیستان مجبورشول چې د جهادي پاڅون د ځپلو لپاره له خپلو شوروي بادا رانو څخه مرسته وغواړي او د دغه شوم هدف لپاره د افغانستان ځمکه او فضا د اشغالګرو شورویانو په واک کې ورکړي .

اشغالګرو شورویانو د هرات له الهام بښونکي پاڅون څخه لس میاشتې وروسته پر افغانستان پوځي یرغل وکړ ، چې دغه وحشي یرغل لس کاله دوام وکړ او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس یې په ډیرې میړانې سره تر هغو مقابله وکړه تر څویې هغوئ دخپل جهادي مقاومت په برکت په ځړیدلي اورمیږ له افغانستان څخه تیښتې ته اړ او بالآخره یې په دې سره ټولې نړۍ ته دکمونیستي وینې زبیښونکي واکمنۍ له شره نجات ورکړ.

د افغان جهاد له برکته امریکایانو ته پر نړۍ د یکه تازي امتیاز ور په برخه شو او دوی د دې پر ځای چې د افغانانو د احسان حق یې اداء کړی وای برعکس یې پر هغوی برید وکړ او پوره ۱۳ کاله یې په ډیره بیدر دي سره د افغانانو وینې وبهولې خو بالاخره دوی هم د پخوانیو شورویانو په برخلیک اخته او له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو بیرته ایستلو ته اړیستل شول.

افغان میړنی ولس د خپل هیواد په تاریخ کې د حوت د ۲۴ په څیر ډیرې داسې نورې تاریخې ورځې هم لري چې په هغوکې د دې غیرتي ولس ویاړلې کار نامې ثبت دي .

داچې زمونږ میړني ولس ته الله تعالی د کارنامو تر سره کولو صلاحیت ورکړي خدای تعالی دي د دې ولس چارواکو ته د هماغو و کارنامو د ساتلو او له هغو څخه د د دین او هیواد په ګټه د سمې ګټې اخیستنې توفیق هم ورکړي .

آمین یارب العالمین .

د حوت د ۲۴ د سورکفنه شهیدانو یاد دې تل او روح دي خوشاله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

آمين۔ هو الله (ج) دي موږ ته صبر او توفيق راکړي۔ انشاالله برې به دحق په برخه کيږي۔ زه هغو خلګو ته حيران يم چې وايې دا جهاد ولي يوازي په افغانستان کي دې؟ الله (ج) فرمايې چې دا (جهاد) د الله فضل دي چا ته چي وغواړي ورته ور کوې يې المايده