افغانستان

د اختر په لومړی ورځ طالبانو بهرنیو عسکرو ته یو شمیر تلفات اړولي

injured_us_soldierنن ټکی آسیا: د لوی اختر په لومړی ورځ په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو ته یو شمیر تلفات رسیدلی.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کي خبر ورکړ چي نن د افغانستان په لویدیځ کي د طالبانو د برید له کبله یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

په خبرپاڼه کي د وژل شوي عسکر د هویت په اړه کوم معلومات نه دي ورکړه شوي.

باید وویل شي چي په تیر کوچني اختر په لومړی ورځ هم یو تن بهرنی عسکر د طالبانو په برید کي وژل شوی وو.

د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي نن د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د ناوه په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو یوه عراده موټر د طالبانو له خوا په ماین سره له منځه یوړل سو.

هغه زیاته کړه چي په دغه چاودنه کي په موټر کي سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیدله.

د ایساف رسنیز مرکز هم د پيښي تصدیق کړی خو د مرګ ژوبلي په اړه يي د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې.

باید وویل شي چي نن د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کي هم یوه چاودنه وشول، چي له کبله يې د اربکیو یو تن قومندان د اتو تنو په ګډون ووژل شو.

د بلي خوا دطالبانو یو تن قومندان حاجی محمد دوران صافي خبر ورکړی چي نن د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کي طالبانو د د ګډو ځواکونو سره نښته کړې، چي له کبله يې یو بهرنی عسکر وژل شوی، او یو بهرنی عسکر، دوه تنه افغان سرتیري ټپيان شوي دي.

نومړي وویل چي طالبان د ماڼوګی ولسوالۍ د سندرئ کلي ته د اختر د لمانځه لپاره تلل، چي په لاره کي ورته ګډو ځواکونو کمین نیولی وو، او د څو ساعته جګړې وروسته ګډو ځواکونو ته یاد تلفات واوښتل، او زیاته یې کړه چي په جګړه کي یو طالب هم ټپي شو.

ددې پيښي په اړه د ایساف رسنیز مرکز خاموشي اختیاره کړې، خو د تلفاتو اوښتو په اړه يې د طالبانو د قومندان خبرونه رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x