شعـــــرونه

غزل – حمدالله حلمیار

د زړه خبرې مې کولې رانه هیرې شولې
چي ته مې ولیدې غزلې رانه هیرې شولې

د ښار ژوندون مې د عمرونو حافظه ختمه کړه
د کلي شړکنده سنځلې رانه هیرې شولې

خدایه! زما د ارمانونو کور ترې اور وانخلي
بیګاه د اوښکو ډیوې بلې رانه هیرې شولې

سترګې مې هم اوس د نظر سره پر لاره نه ځي
ستا پر تندي باندي څو ځلې رانه هیرې شولې

اخ نو جانانه! ګیله من یم خو ګیلې نلرم
ما یادولې یادولې رانه هیرې شولې

د حلمیار په انتظار کې مودې تیرې شولې
ما وې کیسې ورته ساتلې رانه هیرې شولې

۲۰۱۵/۳/۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x