اوباما افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پر پلان له سره فکر کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستو پر پلان له سره فکر کوي او کېدای شي د روان کال تر پايه افغانستان د خپلو عسکرو شمېر ۵۵۰۰ ته په راکمولو بيا کتنه وکړي.

سي ان ان امريکايي تلويزون د سپينې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو له قوله ليکلي، چې د ګډ حکومت د نوي مشر اشرف د بيا بيا غوښتونو او ټينګار له امله اوباما پرېکړه کړې، چې افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر کمولو پر پرېکړه له سره فکر وکړي.

د سي ان ان له قوله تېره اونۍ د ګډ حکومت دواړو مشرانو اوباما سره د ويډويي کنفرانس پر مهال له امريکا وغوښتل، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پر پلان له سره فکر وکړي.

د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي، چې د ګډ حکومت مشرانو افغانستان کې د بهرنيو عسکرو په شتون، فعاليت، امنيت، سولې او راتلونکې اونۍ امريکا ته د دواړو مشرانو د سفر په اړه خبر اترې وکړې.

سپينه ماڼۍ وايي، چې د ګډ حکومت مشران پر دوی ټينګار کوي، چې افغان امنيتي ځواکونه کمزوري دي، د هېواد امنيت نه شي خوندي کولای او له همدې امله دوی له امريکايي چارواکو غواړي، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو په وېستو کې بيړه ونه کړي او دوی د افغان چارواکو د يادې غوښتنې په اړه جدي فکر کوي.

له دې وړاندې هم تېره مياشت د امريکا نوي دفاع وزير اشټون کارټر افغانستان ته د خپل لنډ سفر پر مهال کابل کې اعلان وکړ، چې د اشرف غني په غوښتنه او ټينګار دوی نوي حکومت ته ډاډ ورکوي، چې امریکا به هېڅکله خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي او تر څو، چې د دوی ګټو ته ګواښ متوجه وي، د دوی عسکر به دې هېواد کې پاتې وي.

اشټون کارټر وويل، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله نوي حکومت سره ډېرې ښې اړيکې لري او د دغو ښو اړيکو پر بنسټ دوی د اشرف غني غوښتنه نه ردوي.

امريکايي چارواکي فکر کوي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله اشرف غني د دوی له خبرو نه تېریږي او نه هم افغانستان کې د دوی د ګټو او فعاليتونو پر وړاندې خنډونه پيدا کوي.

پخواني ولسمشر د لومړيو څو کلونو په تېرېدو د امريکايي بمبار، شپنيزو عملياتو او نيونو مخالفت کاو او په رسنيو کې به يې دغه کارونه غندل او له ډېرو شخړو او ناندريو وروسته په دې توانيدلی و، چې امريکايان خپل شپنيز عمليات کم کړي، مګر د نوي حکومت به راتګ اشرف غني بهرنيو عسکرو ډاډ ورکړ، چې دوی کولای شي د خپل پلان له مخې د ګډ دښمن پر ضد نظامي عمليات او بريدونه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د