نړیوال جام: ویسټ انډیز د اماراتو لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام ۴۱مه لوبه د متحده عربي امارات او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې اماراتو لوبډلې په ۶ ویکټو ماتې وخوړه.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د لومړۍ توپ وهنې چانس ورکړ. اماراتو لوبډلې په ۴۷.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې لپاره ناصر عزیز په ۸۶ توپونو د ۸ څلوریزو په مرسته ۶۰ او امجد جاوید په ۹۹ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۶ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره هولډر ۴، ټېلر ۳، رسل ۲ او سمیولز یوه ویکټه واخیسته. د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره هولډر تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو.

هولډر خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۷ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

په ځوابي توپ وهنه کې د ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۰.۳ اورونو کې یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره چارلز په ۴۰ توپونو د ۹ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۵۵ منډې جوړې کړې او کارټر په ۵۸ توپونو د پنځه څلوریزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د اماراتو لوبډلې لپاره ګوروج او امجد جاوید دوه دوه ویکټې واخیستې. ګوروج په ۷.۳ اورونو کې ۴۰ او امجد جاوید خپل ۸ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د