هره ورځ يو حج، يوه عمره

احمد الله احمدزی

حاجی صيب زامنو ته په غوسه و، چې پلانی او پلانی هر کال عمرو او حج ته روان وي، تاسې زه يو وار هم ونه لېږلم او ګواښ يې وکړ، که زامن يې په لنډه موده کې عمرې ته ونه ليږي، نو له کوره ځي او په کوم زيارت کې اړوي.

زامن، چې د پلار په مزاج پوه ول، نو ډېرې زارۍ يې ورته وکړې، چې خلک خو وس لري، پيسې لري، چې عمرو او حجونو ته ځي او بله دا چې تا باندې خو الله تعالی په ځوانۍ کې رحم کړی او حج دې نصيب شوی دی او بيا پر تا فرض نه دی، نو ولې ځانونه هم بې ځايه تاواني کوو او نن سبا خو خلکو له عمرو يو فېشن جوړ کړی، څومره پيسې په حج يا عمره لګيږي، نو دومره نورې بيا په اضافي رسمونو او رواجونو لګيږي او دا پيسې د دوی پر وس نه دي پوره.

بابا، چې دواړه پښې په يوه موزه کې اچولې وې، نو زامن يې مجبور شول، چې خبره يې ومني، خو يو شرط يې پرې کېښود، چې عمرې ته به يې ليږي، مګر په دې شرط، چې رواجونه به نه کوي، هغه دا چې له عمرې راغی، نو هېچا ته به جای نماز، کالي او دا شيان نه ورکوي، بس پټه خوله تګ او پټه خوله راتګ به وي.

دې سره بابا يو وار بيا شاټ شو، چې اوهوووو، ما ټول عمر له خلکو خوړلي، سيال لرم، شريک لرم، تربور لرم، تاسې په دې شرم نه يئ او زامنو ته يې خوله راواړوله، چې د عمرې لګښت به هم مني او نور د سيالۍ رواجونه به هم سرته رسوي، نو زامن يې غلي شول، چې بابا خو بيخي له حده ووت.

بابا ګواښ وکړ، که زامن يې خبره ونه مني، نو خلکو کې به يې وشرموي او کلي کې به نارې کړي، چې زامن يې عاق کړي، ځکه چې د پلار خبره نه مني.

دې کې د کلي ملا صيب خبر شو او د حاجي صيب کور ته راغی، تر څو د زامنو او پلار تر منځ ستونزه حل کړي.

ملا صيب، چې د حاجي صيب او زامنو خبرې واورېدې، نو ويې ويل، چې دا خو ډېره اسانه ده او حاجي صیب ته يې مخ کړ، چې زما ومنه، عمره او حج دې دواړه پر ما.

د حاجي صیب رنګ کې له خوښۍ تک سور شو او ملا صيب ته متوجه شو.

ملا صيب وايي، چې ګوره موږ تاسې ټول د خپل پيغمبر عليه السلام پر خبره ايمان لرو، کنه؟

حاجي صيب په سينه دواړه لاسونه کېښودل، چې هو ولې نه، شکر الحمد لله ټول بسلمانان يو، چې څوک يې نه مني کاپر دی.

ملا صيب په ګير لاس راتېر کړ، چې داسې ده، نو ماته غوږ شئ.

«حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې څوک د سهار لمونځ په جمع وکړي او بيا تر لمر خاته په جومات کې ناست وي، د الله تعالی ذکر کوي او بيا دوه رکعته نفل وکړی، نو الله تعالی به د يوې عمرې او حج پوره پوره ثواب ورکوي.»

حاجي صيب چې د ملا صيب خبره واورېده، خوند يې ور نه کړ، خو په تريو تندي يې سر ښوراو، ملا صيب خپلو خبرو ته دوام ورکړ، چې ګورئ مسلمانانو، دا کومو خلکو، چې فرض حجونه کړی او بيا بيا نفلي حجونو او عمرو ته ځي او په ګاونډ کې يې وږي، ناچاره او بې وسه خلک وي، دا عمرې او حجونه يې نه کيږي او دا خلک په کومو سترګو د الله تعالی کور ته ځي، چې خپل دوست، ګاونډي او يو بې چاره مسلمان دلته د ناروغۍ او خوړو پيسې ونه لري او دی نفلي حج او عمرې ته روان دی، ملا صيب وويل، چې علما دا کار حرام بولي او زياته يې کړه، چې امام ابن رشد په خپل کتاب کې ليکلي، کومه سيمه کې چې کفار يرغل وکړي، هلته دې مسلمانان له فرضي حجه هم د کفري يرغل دفاع ته زياته توجه وکړي.

ملا صيب د خپلو خبرو لنډيز يو ځل بيا تکرار کړ، که څوک رواجونه او ريا نه کوي، نو هره ورځ دې تقريبا شل دقيقې له لمانځه وروسته په جومات کې د الله تعالی عبادت وکړي او له لمر ختو وروسته دې بيا دې دوه رکعته نفل وکړي، نو الله تعالی به د پوره عمرې او پوره حج ثوابونه ورکړي او دا کار، چې څوک هره ورځ کوي، نو هره ورځ يو حج يوه عمره، دا نو څومره لوی ثواب دی مسلمانانو!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د