افغانستان

کابل ښاریان د دوستم او سیاف ملېشو اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کابل ښار اوسېدونکي په دې ښار کې د ناقانونه وسله والو له موجودیته اندېښمن دي او وايي چې ښايي په ډېرو نا امنیو کې د دوی لاس وي.

دغه ناقانونه وسله وال چې کابل ښاریان يې ملېشې بولي، په ګڼو نورو سربېره پکې مشهور د نامتو جنګسالار او د اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د پخواني جهادي قومندان او د ځمکو د غاصب عبدالرب رسول سیاف کسان دي.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼه وايي چې د کابل ښار د وزیر اکبرخان غونډۍ د عبدالرشید دوستم د ناقانونه وسله والو په لاس کې ده او په پغمان کې بیا د عبدالرب رسول سیاف د ملېشې زور دی.

د دې سرچينې په قول عام وګړي له دې وسله والو چې ټول يې په شخصي جامو کې اندېښمن دي او وايي چې که يې دولت مخه ونه نیسي ښايي کابل بیا پخواني حالات تکرار کړي.

د کابل پغمان ته څېرمه په کمپنۍ بازار کې هم د عبدالرب رسول سیاف د وسله والو زور دی، چې ولسي وګړي يې له کړنو سر ټکوي.

په همدې بازار کې دوکاندار او په تېره بیا د حمامو مالکان شکایت کوي چې دغه وسله وال د دوی په دوکانونو کې د چرسو ډک سګریټ څکوي او د نشې په حال کې د دوی مشتریانو ته ناوړه خبرې کوي.

یو تن دوکاندار  حاجي صفی الله نن ټکی اسیا ته وویل چې څو ځلې ورته د توپان کسان چې د سیاف نږدې کس دی، ورغلي سودا يې ترې وړې خو پیسې يې نه دي ورکړي.

سره له دې چې دغه خپل سري وسله وال په شخصي جامو کې له وسلو سره په ښار کې په رڼا ورځ ګرځي، خو د کابل امنیه قومندان وايي چې دوی تر اوسه پر دې نه دي خبر چې په پغمان یا هم وزیر اکبرخان غونډۍ څوک او د څه لپاره مېشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x