افغانستان

پر کرزي باندي د انتقاد وروسته یو امریکايي جنرال د خپلي دندي څخه ګوښه کړه شو

 

Maj. Gen. Peter Fuller is pictured. | AP Photo نن ټکی آسیا: د ایساف عمومي قومندان جنرال جون آلن د افغانستان د پولیسو او ملي اردو د روزني مرستیال مشر تورن جنرال پيټر فولر له خپلي دندي څخه وروسته تر هغه ګوښه کړ، چي نومړي د تیري پنجشبې په ورځ د یو ورځپاڼي سره په خپله مرکه کي په کرزي باندي سخت انتقاد کړی وو.

جنرال پيټر فولر د کرزي په اړه ویلي وو، چي افغانستان تر کرزي هوښیار مشر ته اړتیا لري، کرزی یو بی صلاحیته کس دی، او ثابت فکر نه لری.

او زیاته کړې وه چي افغاني مشران د امریکایانو د مالي لګښتونو او قربانیو قدر نه دی کړی، او نه يې کوي.

هغه د کرزي په هغه خبره هم سخت انتقاد کړی چي ویلي وو، که چیري امریکا پر پاکستان باندي برید وکړي، نو افغانستان به د پاکستان ملا تړ کوي.

د امریکا وزیر دفاع لیون پانیتا ویلي چي دی هم د جنرال جون آلن د پریکړي ملاتړ کوي، او پر هغه باندي خبل پوره اعتماد لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x