جنرال رازق یا د کندهار دوهم ګورګین

لیکوال: مظلوم کندهاری
څو ورځې مخکي د بشري حقوقو د څار یوې ټولنې د کندهار د امنیه قومندان نه بلکې حاکم مختار جنرال رازق د وحشي کړنو او جنایاتو په اړه راپور نشر کړ.

ټول پوهیږو چې د افغانستان واکمن حکومت د ملل متحد لخوا په رسمیت پیژندل سوئ دئ او ملل متحدپه شمول د ټولو اړوند اداراتو یي ددغه حکومت کلک حامي او ملاتړی پاته سوی چې هیڅکله یي بدنامي نه غواړي، مګر له دې سره سره چې بیا هم د بشر د حقوقو د مراقبت سازمان د کندهار د حاکم مختار رازق خان د ظلمونو او قساوتونو ذکر کوي معلومیږي چې نور د کندهار د مظلوم اولس په هډونو کې ددغه جابر حاکم د ظلم او قساوت چاړه هډوکي ته رسیدلې چې نور یي حتی د نړیوال بشریت وجدان هم زغم نلري نوځکه دغه درد لوګی وکړ او تپ یې په اروپا کې دملل متحد سازمان ته ورسید .

په داسې حال کې چې د بشر د حقوقو سازمان په مستندو دلائلو دجنرال رازق د ظلم حکایت کوي،ددغه ظالم ټوپکي یو شمیر قلمي چمچې بیا لګیا دي د اجرتي لیکوالۍ په مټ هڅه کوي دغه تور خر د لیکنو او صفتونو په صابون سپین کړي او د کندهار د مظلوم اولس د وینو څاڅکې یي له لمنې ومینځي .

دغو اجرتي چمچه مارو ته به ووایم ، چې د مبارک علیه السلام دغه قول دې په یاد ولري چې وایي :څوک چې د ظالم ملاتړ وکړي الله تعالی به ورباندې همدغه ظالم مسلط کوي .

د وحشي ټوپکي رازق بوټ پاکان دي زما دغه لیکنه په یاد ولري زه د مبارک علیه السلام د قول په اعتماد دوی ته له نن څخه وایم چې الله تعالی به یي دغه ظالم په اوږو ورسپروي او خامخا به ورته ددغه لیوني مار ټک ورکوي .

رابه سو دې ته چې رازق په کندهار کې څه کړي او څه کوي؟ په دې برابر خو ډیرې لیکنې سوي دي، د رازق سابقه هم د ټولو په مخ کې ده چې دغه څنګه سړی دی او څنګه شخصیت لري؟؟رازق زما دمعلوماتو له مخې پخوا د ټوپکیانو په وخت کې لغړزنی هلک و چې د کندهار میدان ته نږدې یي د قومندان منصور په پوسته کې شپې تیرولې ، کله چې طالبانو کندهار ونیو منصور په خپل فیجارو موټر کې دریګ په خوا وتښتیده او غوښتل یي چمن ته واوړي په ریګ کې د منصور موټر بند سو او طالبانو ته په لاس ورغی،طالبان منصور اعدام کړ او د میدان مخې ته یي د ټانګ په میل راځوړند کړ او رازق چې له منصور سره په فیجارو کې ګیر شوی و، ځکه یي پریښود چې بلوغ ته نه ورسیدلی او غیرمکلف و.

رازق له هغه وروسته کوټې ته ولاړ هلته د لوچکانو او قاتلانو د بانډ غړی سو او کله چې امریکایان راغلل ، بیرته کندهار ته راغی او امریکایانو ورته په بولدک کې د پي آر ټي په تشکیل کې ځای ورکړ.

رازق په بولدک کې هم سخت ظلمونه او قتلونه وکړل، له دې جملې د چمن د هغو څوارلسو ځوانانو قتل عام د یادولو وړ دی چې د نوروز میلې ته تللي او بیرته د راګرځیدو په وخت رازق اختطاف کړل او بیا یي مړه جسدونه وموندل سول.

که پخوا د رازق د وحشت سیمه یوازې بولدک،ارغسان او معروف وه مګر اوس یې ټول کندهار او حتی زابل ته سرایت کړی دئ،رازق د امنیه قومندان په حیث له ټاکل کیدو وروسته د ټول کندهار قدرت په لاس کې اخیستی او د مړتت والي او نورو چارواکو له بي حسۍ څخه یي ښه استفاده کړې ده .

رازق په کندهار باندې بشپړ پولیسي او استبدادي نظام قایم کړی دئ، دده ځانګړي استخبارات،ځانګړې څارنوالي او څانګړې صحرایي محکمه لري ،چې د خپل شخصي وحشي بانډ د غړو په مرسته هرچا ته یي چې خوښه سي نیسي او بیا یي په ډیر قساوت وژني.

د جنرال رازق د ښاري بانډ د شکنجو شخصي ځایونه د امنیتي حوزو پوستې، په امنیه قومندانۍ کې د نظارت خانې په نامه کانتینرونه او له منډیګک ماڼۍ سره مخفي زندان دئ ، چې د کندهار اوسنی ګورګین او د هغه قساوتګر چوکران په کې دانسانیت په ضد جرائم ترسره کوي.

د جنرال رازق له دغو مخفي زندانونو څخه داسې کیسې راوتلې دي چې سړی یي داوریدلو تاب نلري، د کندهار یو دلیسې زده کوونکی چې د رازق وژل سوي جلاد جاجو دنامعلوم جرم له امله نیولی و، وایي چې په دغو مخفي شکنجه ځایونو کې په انسانانو له ډول ډول شکنجي نیولې تر جنسي تیریو پورې سزاګانې عملي کیږي،ددغو سزاګانو یوه یي په تناسلي اعضاوو پورې د درنو وزنونو ځوړندول دي، د رازق له زندانه ژوندي راوتلي ښاریان وایي، چې رازق انسانان بربنډوي، بیا په داسې حال چې دیوال ته یي لوڅ درولی وي ، په تناسلي اعضاوو پورې یوکیلویي اوسپنې ځوړندوي، که په یوکیلویی وزن دده خبرو ته ځواب ورنکړي، نو وزن زیاتوي او دوه کیلویي کوي همداسې تر لس او پنځلس کیلو پورې وزن اضافه کوي، تر څو ګرفتار سوی شخص په نه کړیو جرمونو اعتراف ته مجبور کړي .

د هستي محمد په نامه د کندهار د شپږمې ناحیې یو اوسیدونکی چې زده کوونکی دی، د جنرال رازق لخوا ورڅخه په همدې ډول په اختطاف کې دلاس درلودلو اعتراف اخیستل سوی او په دې توګه د اختطاف اصلي مجرم ته چې د رازق د بانډ غړی دی برائت ورکول سوی او جرم یي په بي ګناه هستي محمد تاوان سوئ.
د کندهار یو بل اوسیدونکی چې د رازق کسانو ورڅخه په جبر اقرار اخیستی وایي: ما په هیڅ جرم کې لاس نه درلود، د رازق په يوه مربوط زندان کې ډیرې شکنجې راکړل سوې خو اقرار مې ونکړ،آخر یي ډوډۍ راباندې قطعه کړه، څو ورځې یي ډوډۍ رانکړه بله ورځ یي یوه لویه هندوانه راته راوړه،زه چې وږی وم ټوله هندوانه مې وخوړله، د رازق کسان راغلل جامې یې رانه وایستې لاسونه یي ترشا راوتړل او زما تناسلي آلت یې په یوه ربړ باندې مضبوط وتاړه، تر څو بولې ونه کړای سم ، ما چې هندوانه ډیره خوړلې وه د بولو کولو ضرورت راته پیښ سو، خو داچې تړل سوی وم نو مثانې مې سخت درد شروع کړ،د همدې درد په حالت کې یي راته وویل چې ومنه دغه خبره چې موږ یي درته وایو کنه په همدې درد کې به مړ کیږي ، ما له سخت درد سره سره ورته اقرار نه کاوو، خو په پای کې بي هوښۍ ته نږدې سوم او د مرګ خطر مې و نوځکه له مرګ څه دنجات له امله مې ورته په دروغو اقرار وکړ.

دغه بندي وایي د رازق په زندان کې هیڅکله ډیر خوراک او څښاک مه کوئ کنه دغسې ظالمانه سزا به درباندې عملي کوي.

د کندهار د معاصر ګورګین جنرال رازق د شخصي زندانونو او څارنوالیو خبره مو وکړه خو دا مو ونه ویل چې د رازق شخصي محکمې چیرې دي؟

د رازق د محکمو لپاره باید له ښاره ووځئ، ځکه د رازق محکمې ښاري نه بلکې صحرایي محکمې دي په کندهار کې د ریګ او دامان دښتې دغه راز په خاص ډول د میان کوه سیمه هغه ځایونه دي چې رازق په کې مظلوم کندهاریان چارماري کوو او بیا یي په سکواټورونو تر خاورو لاندې کوي.

د میان کوه سیمه اوس مشهوره ده ، کله چې د کوم کندهاري زوی یا د کورنۍ کوم بل غړی ورک سي، نو سمدستي یې په میان کوه کې تلا ش کوي، مظلوم پلاران هره ورځ د خپلوځوانو زامنو د جسدونو دترلاسه کولو لپاره میان کوه ته ځي ، ترڅو یي په سوري سوري غورځول سوي جسد باندې پیښ سي .

د رازق جنایات اوس نه سي رابرسیره کیدای ځکه محلي چارواکي، د حقوق بشر فعالان، خبریالان او د تفتیش هیئتونه ټول ترینه ډاریږي نوځکه یي په خلاف خوله نه خلاصوي بلکې ځیني ډارن لیکوالان او خبریالان خو یي سپیناوی هم کوي، دده جنایتونه به په کندهاریانو د ګورګیني ظلمونو غوندې تاریخ راسپړي ، خو بیا به د هغو خلکو مخونه تور وي، چې ددغه معاصر ګورګین د سپینولو ناکامې هڅې کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د