کندهار چارواکي:‌ «افراط پالونکي» کتابونه به نه پلورل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار کتابپلورونکي وايي چې د کندهار چارواکو ورته ویلي، چې دوی به د دولت په خوښه کتابونه پلوري او هغه کتابونه چې د دولت خوښ نه وي باید ونه پلورل شي.

سره له دې چې په پښتو ژبه کې لا هم د کتاب لوستونکي کم ګڼل کېږي، خو بیا هم د کندهار چارواکي وايي چې باید کتابپلورنه محدوده شي او د دوی په خوښه هغه کتابونه خپاره شي چې دوی به کتلي وي.

د کندهار کتابپلورونکي وايي چې دوی ته د کندهار مرستیال والي په یوه ناسته کې وویل چې په کندهار کې ډېر داسې کتابونه پلورل کېږي چې ګواکي «افراط پالونکي» دي او لوستونکي «افراط» ته هڅوي.

د کندهار د کتابپلورونکو له ډلې یو تن د نوم له انکاره نن ټکی اسیا ته وویل چې مرستیال والي عبدالعلي شمسي او په ټوله کې دولت د افراط لپاره کوم ځانګړی تعریف نه لري «خو فکر کوم چې دوی هر اسلامي کتاب او اسلامي ناولونه له افراطه ډک کتابونه بولي، کنه موږ خو څه داسې څه نه دي پلورلي چې مستقیما دې په اوسني دولت کومه نیوکه ولري.»

د دې کتابپلورونکي په خبره تر دې وړاندې هم پولیسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غزاګانو د کتاب په اړه دوی ته ګواښ کړی و، چې دا دې نه پلوري، ځکه چې ځوانان پکې جګړې ته هڅېږي، پر دې سربېره د اخوان المسلمین د پخوانیو غړو ځینې مشهور کتابونه هم د دولت له لوري په نښه شوي چې باید په بازار کې ونه پلورل شي.

د پښتو کتابونو په پلور کې کندهار یوه هغه حوزه بلل کېږي چې نورو ولایتونو ته هم له دې ولایته پښتو کتابونه چې ډېره برخه يې دیني او ادبي دي لېږل کېږي.

په کندهار کې کتابپلورونکي اندېښمن دي، چې دولت د «افراط» لپاره معلوم تعریف نه لري، خو دوی وېره لري چې ډېر دیني کتابونه په تېر نبوي سیرت او د اصحابو سیرتونه به د بندیز لګېدونکو کتابونو په سر کې وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalidafghan
میلمه

زموږداوسنی حکومت چاواکی ټول دشیطان سکنی وروڼه ګرځیدلی دهراسلامی مضمون په لیدلوسوځی ځکه هره ورځ دهیوادپه گوټ گوټ کی داسلام ضدفرمانونه صادروی لکه دمدارسوبندول دجوماتوسوځول اوشهیدول ددینی علماءاهانت بل اړخ ته کفری رسمونه راﺉج کول