افغانستان

ښځینه زندانیانې: څارنوالان په رشوت کې «جنسي اړیکې» غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): په کابل او ځینو نورو لویو ولایتونو کې ښځینه زندانیانې د زندان له مسوولینو او څارنوالانو شکایت کوي، چې په رشوت کې ورنه پر پیسو سربېره د جنسي اړیکو غوښتنه هم کېږي.

د ازادي راډیو د ښځینه زندانیانو په اړه خپرونه کې زندانیاني مېرمنې شکایت کوي، چې د دوی دوسیو د څېړلو لپاره ورنه زرګونه ډالر او ان د جنسي اړیکو غوښتنه کېږي.

یوې زنداني مېرمنې خبریالې ته وویل: «وړاندې مې نه ویل اوس سپین وایم، له موږ نه يې د جنسي اړیکو غوښتنه کړې، شخصاً يې له ما غوښتنه کړې.»

یوې بلې مېرمنې په سلګیو کې وویل، چې د دې د عزت په بدل کې د دې دوسیې د څېړنې ژمنه ورکول کېږي، هغې شکایت کاوه چې بې له رشوته د چا دوسیو ته ګوتې نه ور وړل کېږي او که څوک رشوت ورنه کړي یا يې د جنسي اړیکو غوښتنه په «نه» ځواب کړي«نو داسې څه په تورنې پسې ولیکي، چې هغه به هیڅ په ځان نه وي خبره.»

سره له دې چې له قانوني اړخه د بند په لومړیو کې هر تورن د خپلې دعوې پر مخ بیولو لپاره د وکیل نیولو حق لري، خو ښځینه زندانیانې وايي چې په دې زندان کې داسې زندانیانې هم شته چې له یو کال نه تر پنځو کلونو پورې بې سر نوشته او بې د جرم له ثبوته د زندان شپې تېروي.

یوې مېرمنې وویل چې د دې دوسیې د څېړلو لپاره يې ورنه ۵۵۰۰ ډالر غوښتل، چې له وسه يې نه کېدل نو دا لا هم د زندان په تیارو کې پرته ده.

په قضايي ارګانونو کې د فساد په اړه د ګډ حکومت مشر د خپل کار په لومړیو ورځو کې هم ویلي و، چې قضايي ارګانونه له فساده خالي نه دي او دوی به هڅه کوي چې له فساده يې پاک کړي.

خو د لويې څارنوالي ویاند عبدالبصیر عزیزي د زندانیانو پورته خبرې نه مني او وايي چې د دوی کوم څارنوال له کوم زنداني نه د جنسي اړیکو غوښتنه نه ده کړې.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم د کابل د بادام باغ په ښځینه زندان کې زنداني مېرمنو د زندان له مسوولینو شکایتونه کړي، خو چا ورته غوږ نه دی نیولی.

په ښځینه زندانونو کې ډېری زندانیانې د جنسي تیریو، غلا، قتل او مخدره توکو په تور نیول شوي دي، چې د دوی په خبره بې ثبوته کلونه – کلونه زندان تېروي، خو دوسيې يې بې رشوته نه څېړل کېږي، خو دوی داسې رشوت ته چې په بې عزتۍ يې تمامېږي حاضري نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

الله تعالی دی دغه موجود سکولر نظام له بيخه وباسي ، نن خلک چندان د دين په قصه کې نه دی ، که دا حکومت وو ډير به له دين څخه خلاص کړي او فساد خو له هيچا پټ نه دی خو د دين سربيره به خلک د سختو احتياجونو او لوږو سره هم مخ کړي کله چې دا خلک وژې شول بيا ددې سکولر ضد قيام هم کوي اوس څوک ځکه چندان اهميت نه ورکوي چې څه حلالی او حرامی پيسی لاس ورغلی دی کله چې دا خلاصي شي او نورې پيسې نه وي بيا دوی وګورئ هغه د… نور لوستل »

محمد اسماعیل

خدای ج د رحم وکی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x