افغانستان

ملا محمد عمرمجاهد: دټولو ستونزو دحل لپاره په سوله ایز تفاهم باور لرو

mula_umerنن ټکی اسیا: وسله والو طالبانو دتیر په څیر یوځلې بیا دنیک مرغه لوي اختر درارسید په مناسبت دخپل مشر ملامحمد عمر (مجاهد) پیغام خپورکړی .

په دغه پیغام کې دطالبانو مشر یوځلې بیا دامریکایانو په خلاف دوسله وال مقاومت په تداوم سربیره دامریکایانو  له خوا په افغانستان کې د دائمي اډوپه کلکه مخالفت کړی اوپه دې اړه یې  داسې وضاحت کړی :

دښمن بایدپوه شي چی موږ یې په دي اړه دغلاموجرګواودایمي اډو کلک مخالفت کړی اوکوویې اوهیڅ کله به یې جوړیدوته پری نږدو، زموږ درانه هیوادوال که له هیواد نه بهردي او که دننه بایدله پوره هوښياري او پوهې نه کار واخلي،اوددښمنانو ددسیسو په خنثی کولوکې خپلې هڅې لاهم ګړندۍ کړي.

ملامحمد عمر (مجاهد) افغان ولس ته په خپل دغه پیغام کې  ډادورکړی چې که مونږ د دښمنانو په خلاف خپل جهاد جاري وساتو نو سرلوړي او وقار به مو په برخه شي  ؛ نوموړي په دې اړه داسې ویلې: زموږ مبارزه او جهاد دالله جل جلاله درضا او دهیواد دآزادۍ ، استقلال او سوکالۍ لپاره روان دی ، موږ له هغې عقيدې دفاع کوو چې زموږ اوتاسو سره شريکه ده او هغه واقعي اسلام دی اوبس ، اویقین لروچې عزت او وقار به زموږ او تاسو په برخه وي.

دطالبانو مشر په خپل دغه  پیغام کې دهیواد  دټولو ستونزو دهواري لپاره په  افهام اوتفهیم  باورښودلی او په دې خبرې سره يي  امریکایانو ته دیوه شنه څراغ ورکولو سره هغوئ داسې مخاطب کړي: نور زموږ له هيواده خپل ټول عسکري قوتونه ژرترژره وباسئ اوداستاسو په ګټه ده ، داملت او خاوره ددي خاوري بچیانوته پريږدئ، دا خاوره په افغانانو پورې اړه لرې، دلته د نظام جوړول او څرنګوالی د افغانانو کار دی، موږ نه غواړو نورو ملیتونو او هيوادونو ته ضرر پيښ کړو، او د ټولو منازعاتو او معضلاتو د حل لپاره موږ په افهام او تفهيم باور لرو او دا خبره موږ تاسو ته لس کاله وړاندې هم کړې وه او اوس یې هم کوو.

دښاغلي ملامحمد عمر (مجاهد)  له دغو څرګندونو څخه جوتیږي چې نوموړی  دهیواد  دروانې لانجې دحل په اړه دپوځي هلو ځلو ترڅنګ په  سوله ایز تفاهم هم باور لري   او غواړي  له دې لارې څخه  روانې ستونزې ته دپای ټکی کیږدي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x