نظــر

د حکومت له راتلو سره سم پر حجاب اعتراضونه

نوراحمد صدیقي

په اسلام کې د ښځې موقف او مقام ډیری وخت د بې دینه خبرې رسنیو له خوا تربرید لاندې راځي حجاب یا د ښځې لپاره اسلامي لباس دخلکو له خوا د اسلامي قانون په واسطه دښځو د محکومیت د یوې بیلګې په ډول وړاندې کوي.

د اسلام دوښمنان تل دا زیار باسي ترڅوپه ښځه دا ومني چې په متواصل ډول د نوي مدنیت ، غربي او کفري کلتور پر تګلارو روانه شي ، د آزادۍ او له سړي سره د مساوات تر سرټکي لاندې یې معزز او ارزښتمن شخصیت تر پښولاندې سپکه وړۍ او د نوي جاهلیت د طوفانونو خوارک کړي .

الله تعالی په قران عظیم الشان کې له ښځو د مخه نارینه وو ته په حجاب امر کوي،الله تعالی د قران ظیم الشان د نور سورت په ۳۰ ایت کې فرمایې: ژباړه: ای پیغمبره صلی الله علیه وسلم مؤمنانو ته ووایه چې خپلې سترګې ټیټې او دشرم ځایونه پټ وساتې دا د دوی لپاره پاکه کړنه ده ، الله جل جلاله یې له ټولو کړنو ښه خبر دی.

د ښځو لپاره په حجاب او پردې دنور سورت په ورپسې ۳۱ ایت شریف کې فرمایې:

ژباړه: او مؤمنو ښځوته ووایه چې خپلې سترګې ټیټې او خپل د شرم ځایونه پټ وساتې او خپل ښایست دې پرته له هغه چې ښکاره دې نه په ډاګه کوي او خپل پړوني دې پرخپلو سینو او ټټرونو خپاره کړي او خپل سینګار او ښایست دې نه ښکاره کوي مګر یوازې ددغه خلکو په وړاندې میړونه ، پلرونه ، د میړوپلرونه ،خپل زامن د میړنو زامن یعني بنزیان ،ورونه ،وریرونه ،خوریونه او …

حجاب او د ښځو لپاره اسلامې لباس د ښځو د ځور او ازار مخه نیسي ، دا چې په سلام کې د ښځولپاره ولې د حجاب سپارښتنه شوې دلیل یې الله جل جلاله په سورت الاحزاب کې وړاندې کوي.

د ایت شریف ژباړه: ای پیغمبره صلی الله علیه وسلم خپلو ښځو ،لوڼو او د مؤمنانو ښځوته ووایه:ترڅو خپل ځانونه په پړنو کې راونغاړي چې همدغه د دوی د پیژندګلوۍ خورا ستره نښه ده چې په دې توګه به بیا دوی زیانمنې نشي ،بیاهم الله جل جلاله بښونکی او مهربان دی.

دا چې حجاب یو الهي امردی خو د ګډ حکومت له راتلو سره سم د اسلامې مقدساتو د بې حرمتي او بې عزتي ترڅنګ د حجاب یا د ښځو اسلامې لباس په ضد هم اعتراضونه شروع او پر ضد یې ډیر تبلیغات کیږي، چې د لمړي ځل لپاره د ګډ حکومت د مشر لیبنانۍ میرمنې رولا غني چې مسیحۍ هم ده ، حجاب یې د ښځولپاره د بندیخانې په څیر وبللو او ویلې یې وو چې (په حجاب کې ښځې نشي کولای په آزادانه ډول بازار کې وګرځي خپل ملګري په ازادانه توګه سره وویني ) د اخبر یې په داسې حال کې کړې وي چې په فرانسه کې د حجاب پرض چې کومه پریکړه شوې وه د هغو ملاتړ یې کړای وو، چې د هیواد والو له توند غبرګون سره مخ شوه

تر دې وروسته یوې فاحشې چې د فحشا دخپرولو او خلک له بې حجابي سره عادت کولو لپاره او د بې حجابې جرات ورکولو په خاطر اوسپینز نیکر او اوسپنیز سینه بندونه واچول او په بازار کې د خلکو تر منځ وګرځیدله: دې ویلي وو چې داکار یې د دې لپاره کړی ترڅو ښځې په لارو کوڅو او بازارونو کې ونه زورول شی . د یادونې وړ ده چې دې ښځې خپل ځان مدني فعاله معرفي کړی وو او دا کړنه یې یو مدني حرکت بللی وو ،خو زما په اند د دې مطلب داوو د تنګو جامو برسیره د نیکر او سینه بند اچول په دې معنی چې ښځو ته د دې جرات وړکړي ترڅو یواځې په نیکراو او سینه بند کې وګرځي، چې په پتلون ، سینه بند او نیکر کې ګرځیدل شیطاني لباس او شیطاني لمسون دی.
د جاهلیت په زمانه کې به چې ښځې دا ډول ګرځیدلې، امام پخرالدین رازي وائي:

(د جاهلیت په زمانه کې به وینځه ښځه لوڅ سر ،لوڅ مخ لوڅه غړه ، دزناکارنو په لټه کې ووتله بیا الله جل جلاله پاکو اصیلو ښځوته د دوی د امتیازي پژندګلوۍ په خاطر امر وکړه ترڅو خپل مخونه پټ کړي او زنا ته د لارښوونې دغه دروازه کلکه وتړي).

له دې کوڅه ډبې وروسته چې اسپنیز نیکر یې اغوستی وواو دغه موضوع لا سړه نه وه چې ځینې سیکولرانو ایجړاګانو د ښځو چادري (برقې) پر سرکړې او د لاریون په ډول بازارته را ووتل او د دوی په لاسونو کې په جنډو او کاغزونو لیکلي وو چې (د ښځو درد زمونږ درد دی) ،(برابري او مساوات زمونږ پیغام دی)، ( ښځوته مه وایې چې څه واغوندۍ سترګې مو وتړۍ)
د دوی هدف په لاندې ټکو کې بیانولای شو:

۱ـ دوی ویلې وو: ( برقه یعني د ښځولپاره اسلامي لباس یې د ښځو لپاره درد بللی چې پر دې سره ښځوته درد رسیږي).
خو اسلام د ښځې پر حجاب ټینګار کوي ، حجاب هغه عوامل له منځه وړي چې د ښځې د توهین او سپکاوي سبب کیږي.

۲- دوی داهم ویلې چې( برابري او مساوات زمونږ پیغام دی).
خو داسلامې لباس دښمنان له سړی سره دمساوات تر سرټکې لاندې غواړي د ښځې ارزښتمن شخصیت سپکه وړۍ او د نوي جاهلیت د سپیرو بادونو خوار کړي.

۳- د دوي په شعار کې داهم وو چې( ښځې ته مو وایې چې څه واغوندۍ سترګې مو وتړۍ).
خو د اسلام په مقدس دین کې د ښځې لپاره حجاب وقایوي تدبیر دی چې ښځې ته شخصیت ، شرف او کرامت وربښي، اسلام ښځې ته وایې د اجنبیانو په وړاندې خپله ښکلا پټه وساتي او شرعي حجاب هغه ده چې ښځه له اجنبي سړي څخه هرهغه ځای پټ کړي چې د هغه د توجه وړګړځي او بلاخره د اخلاقي فساد لامل ګرځي.

د اعتراضونه چې پیل یې له ارګ څخه شوی دا هرڅه دافغاني حجاب چادري (برقې ) پر ضد کیږي ترڅو د افغان میرمنو دا بهترینه اسلامې پرده له منځه یوسي.

افغاني حجاب (برقه ) تولو دینې علماوو بهترین حجاب د ښځینه لپاره بللی ده ، د اسلام ستر عالم مودودي صاحب وایې : ( افغان حجاب (برقه) کوم چې افغانانې میرمنې خپله ښکلا پکې پټوي ښځینه وو لپاره ترټولو بهترین حجاب دی)

خو د حجاب پرضد او افغانې کلتور ضد او غرب پال او غربي کلتور خوښوونکي وخت نا وخت د ښځو لپاره په اسلامې لباس اعتراضونه کوي او د دې کوښښ کوي ترڅو افغاني حجاب له منځه یوسي .

وروسته له ایجړاګانو چې برقې په سر کړې وې (د اعتراض په ډول مشهورې افغانې سندرغاړې «وجیهه رستګار» له چادرۍ څخه کالي جوړ کړي. ددې په ګومان چې نور باید د چادرۍ کولتور له منځه ولاړ شي. یانې چادري هغه څه دي چې د ښځو د پرمختګ مخه یې نیولې. ښځې په افغاني ټولنه کې یوازې هغه وخت پرمختګ کولای شي چې چادري ایسته وغورځوي).

که چیرته وګورو برقه داسې زینتي ټوکر نده چې لباس په ډول استعمال شي او لباس ترینه جوړ خو د کفارو نانزکې افغان سیکولران په مسلسل ډول اعتراضونه پرې کوي او کوښښ کو چې له منڅه یې یوسې .

د حجاب په اړه که خبرې وکړل شي کیدای شي د ډیرو کتابونو په لیکلو به هم بسنه ونه شي ، زه هم خپله موضوع نه غواړم دیره اوږده کړم فقط دومره وایم چې :
دا هڅې او کوښښونه چې د حجاب پر ضد وخت ناوخت ترسره کیږې دا راته د لیبنانۍ رولا غني برنامه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x