fbpx

لاهور: کلېسا ته څېرمه دوو چاودنو ۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د  پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د مسیحیانو په مېشتنځای یوحنا اباد کې دوو چاودنو لږ تر لږ ۱۴ کسان وژلي او ۷۸ نور ټپیان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دوه تنو سرتیرو غوښتل کلیسا ته ننوځي خو بریالي نشول او له همدې کبله یې د کلیسا وړاندې ځان ته چاودنه ورکړه.

عیني شاهدان وايي چې لومړۍ چاودنه د کیتولیک کلیسا او بله کرایسټ کلیسا کې هغه مهال وشوه چې مسیحیانو د کلیسا دننه عبادت کاوه.

د لاهور ښار په یوحنا اباد کې د زیات شمېر مسیحیان اوسیږي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د پنجاب زیات مسیحیان دغې سیمې ته راټول شوي او شاوخوا سل زره کسان په دغه سیمه کې اوسیږي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د برید مسوولیت د طالبانو اړوند جماعت الاحرار قبول کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د