افغان حکومت د فراهي خلاصولو لپاره القاعده ته ۵ میلیونه ډالر ورکړي وو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت د افغان ديپلومات د خلاصون لپاره چې په پېښور کې تښتول شوی و، القاعده ته ۵ میلیونه ډالر ورکړي وو.

عبدالخالق فراهي په پېښور کې د افغانستان جنرل قونسل و چې په ۲۰۰۸ کې وتښتول شو.

نیویارک ټایمز د راپور په اساس عبدالحق فراهي دوه کاله وروسته هغه مهال راخوشې شو چې افغانستان حکومت القاعده ته پنځه میلیونه ډالر تاوان ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د پنځو میلیونه ډالرو له منځه یو میلیون ډالر مرسته سي آی ای د افغان حکومت سره کړې وه چې وروسته افغان حکومت القاعده ته په تاوان کې ورکړې او د پیسو راکړه ورکړه په ارګ کې شوې وه.

نیویارک ټایمز وايي چې د عبدالخالق فراهي د خلاصون په بدل کې د ۵ میلیونه ډالرو ورکړې خبره هغه مهال افشا شوه چې اسامه بن لادن باندې په ایبټ اباد کې عملیات وشول او له هغه ځایه یې لیکونه وموندل.

د ورځپاڼې د راپور په اساس اسامه بن لادن لومړی شک درلود چې له دغو پیسو به سي آی ای خبره شوې وي او دا په زهرجنو او خطرناکو وړانګو لړل شوي وي یا داسې څه پرې استعمال شوي وي چې د دوی دقیق ځای پرې وموندل شي.

راپور له مخې شیخ اسامه بن لادن ددې وړاندیز کړی و چې دا پیسې دې نورو سره تبادله شي.

د ورځپاڼې په باور د القاعدې مشرانو اسامه بن لادن ته لیکلي و چې په دې پیسو به وسلې واخلي، د بندیانو له کورنیو سره به پرې مرستې وکړي او د خپلو عملیاتو لګښتونه به پرې پوره کړي.

القاعده او سي آی ای تر دې مهاله د نیویارک ټایمز په دې راپور هېڅ تبصره نه ده کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د