اته ویشت ولایتونو کې پولیو ضد واکسین پیل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): نن د هېواد په اته ویشت ولایتونو کې د پولیو ضد درې ورځنی واکسین کمپیان پیل شو.

د عامې روغتیا مسوولین وايي چې په دې کمپاین کې تر پنځه کلنۍ ښکته نږدې ۸،۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر هدایت الله ستانکزی وايي چې نن، سبا دوشنبه او سه شنبه به په اته ویشتو ولایتونو کې دغه کمپاین وچلېږي، چې په پاتې شپږو ولایتونو کې به یوه میاشت وروسته همدغه کمپاین پیل شي.

د دوی په خبره په تېر میلادي کال کې یوازې په کندهار کې د فلج دوولس پېښې ثبت شوې دي، چې په ټول هېواد کې ۲۸ دغه پېښې ثبت شوې دي.

پر دې سربېره په کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې ګڼ کوچنیان په پولیو هم اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې دوی غواړي د همدې واکسیني کمپاین په وسیله د پولیو مخنیوی وکړي، ځکه خو له خلکو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د