د ګډحکومت اجراییه رييس، عبدالله عبدالله په ډیلي کې

عبدالله: د افغانستان او هند اړیکې له «بل هېڅ» هېواد سره د پرتلې وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ګډ حکومت اجراییه رييس پرون داسې مهال هند ته په یوه غیر رسمي سفر ولاړ چې د حکومت بل مشر، اشرف غني سعودي عربستان ته تللی. سعودي ته د ولسمشر غني د سفر موخه د «سولې خبرې» ګڼل شوې دي.

اجراییه رييس داسې مهال هند ته ځي، چې د ولسمشر غني حکومت له منځ ته راتګ راهیسې پاکستان ته یو لړ بې ساري امتیازات ورکړي دي. د ګډ حکومت له تشکیل راهیسې، له هند نه د درنو وسلو واردولو تړون ځنډول شوی، پاکستان ته په لومړي ځل افغان افسران د روزنې لپاره استول شوي او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترانزیت زمینه چمتو شوې. افغانستان د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر، لطیف الله محسود هم پاکستان ته سپارلی.

پاکستان ته د ولسمشر غني د حکومت له خوا د امتیازاتو ورکول یو لړ اندېښنې راپارولي دي.

پرون اجراییه رييس، عبدالله عبدالله په ډیلي کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوی اړیکې له پاکستان سره ډېرې نژدې شوي دي، وویل: «د افغانستان او هندوستان اړیکې ډېرې قوي دي. لطفاً دا اړیکي له ‘بل هېڅ’ هېواد سره مه پرتله کوئ».

عبدالله عبدالله ویلي، له طالبانو سره د خبرو په اړه ډېر نهیلی نه یو؛ خو هغه څه چې پاکستان یې ژمنه کړې، اوس ازمویل کېږي.

اجراییه رييس داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ولسمشر غني د پاکستان په تړاو د «ستراتيژيک سکوت» خبره کړې ده. که څه هم د پاکستان په تړاو د ګډ حکومت پر سیاست نیوکې زیاتې شوي دي؛ خو تر اوسه حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي. تېره اوونۍ پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم د حکومت پر دې سیاست نیوکه وکړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalidafghan
میلمه
khalidafghan

دغلامی طبعاانسان دیوه باداردزوال په حالت اړباسی چه بل بادارځان ته پیدااودهغه فهم ځان ته واړوی داچه امریکادپاڼ پرغاړاوساتری وتونکی ده خامخابه یی ګوډاګیان دبلی غوجلی په لټه کی کیږی