
غزني: ناڅرګندو وسلهوالو ۵ مسافر تښتولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲۴مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو ۵ تنه مسافر ددغه ولایت په مربوطاتو کې تښتولي.
د غزني ولایت د والي مرستیال احمدعلي احمدي د پېښې د تایید سربېره ویلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په قرهباغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې دوه سراچه موټر چې د کابله د جاغوري ولسوالۍ پر لوري روان و، قرهباغ ولسوالۍ سره نېږدې د وسلهوالو له خوا ودرول شول.
د احمدي په وینا وسلهوالو یو سراچه موټر د پنځو سپرلیو سره پريښودل او ۵ نور يې نا امنه سیمو ته ولېږدول.
د والي مرستیال له قوله امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه په سیمه کې څېړنې پیل کړې.
دا په داسې حال کې چې شاوخوا یو اونۍ وړاندې ناڅرګندو وسلهوالو د کابل- کندهار پر لویه لاره ۳۱ تنه مسافر په زابل ولایت کې وتښتول او تر دې دمه یې سرنوشت نه دی معلوم شوی.
طالبانو د زابل په تښتونو کې لاس درلودل رد کړي وو.