fbpx

برمته شوي مسافرین ، نا معلوم برخلیک او مغرضانه اهداف

لیکوال: عبدالرحيم (ثاقب) ليكوال او سياسي شناند /

• د برمته کولو د پیښې تر شا د چالاس كيداي شي؟

• برمته كوونكو د برمته شویو معلومات له كومه ترلاسه کړل؟

• داعش په افغانستان کې

• د ایران پوځي مداخلې ته زمینه سازي

• د توطیې شنډول د برمته شویو عاجل ژغورل

• خلاصه :

د روان کال د کب د میاشتې په څلورمه نیټه د زابل په ولایت کې د لويي لارې پر سر ۳۱ تنه مسافرین د نا معلومو وسله والو لخوا برمته کړای شول.

د هیواد په دغه حساس او نازک پړاو کې د برمته کولو دا پیښه خپل خطرناك مدلولات او عوامل لري چې په لاندې ټکیوکې ورباندې بحث کوو:

ټول برمته شوي مسافرین د هیواد په یوه اقليتي توكم (اهل تشیع ـ هزاره) پوري تعلق لري .

هغوی ظاهرا نه د کابل حکومت دولتي کارکوونکي او نه هم د یاد حکومت د ځینو شیعه لوړ پوړو چارواکو نيږدي خپلوان دي چې له هغوی سره په دولتي فعالیتونو کې سهیم وي.

د هغوی په اړه تر اوسه خپاره شوي معلومات دادي چې ټول هغه کار ګران دي چې ایران ته د کار او غریبي لپاره تللي او په دې وروستیوکې له ایران څخه را شړل شوي ول.

• د برمته کولو د پیښې تر شا د چا لاس كيداي شي؟

د زابل دولتي چارواکو د هغوی برمته کیدل په لومړۍ ورځ داسې اعلان کړل :

((یو ديرش مسافرین چې ډیری یې په هزاره توکم پوري تړاو لري د مخپټو وسله والو لخوا د زابل ولایت اړوند شاجوی ولسوالۍ د پښ کندې په سیمه کې نيول شوي او مونږ کوښښ کوو چې د سیمه ییزو مخورو په وسیله يې د برمته کیدو ستونزه حل کړو.))

طالبانو د هغوي د برمته کیدو تر پیښې دوې اونۍ وروسته اعلان وکړ چې ((سیمې ته د د تحقیقاتي ټیم له ليږلو او د هغه له پلټونو څخه دا څرګنده شوه چې دغه تښتونه ، نه په اسلامي امارت پورې اړه لري، نه د اسلامي امارت مجاهدين په دې پيښه کې ښکيل او نه يې هم تر اوسه پورې د يادو کسانو په اړه کره معلومات او شواهد ترلاسه کړي دي))

بلې کومې ډلې او جهت هم د برمته شویو د برمته کیدو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی او افغان امنيتي چارواکي د دغو مسافرينو د خلاصون په اړه د حکومت د راتلونکي تصميم په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

يواځې د هغه مسافر وړونکي شرکت مسؤلينو چې دغه کسان يې لېږدول رسنيو ته ويلي چې برمته کوونکو د افغان پوځ جامې اغوستې وې او اُربوزونه يې تړلي ول.

خو محلي رسنیو او سیمه ییزو خلګو د برمته کیدو له لومړۍ ورځې راهيسي په دې پیښه کې د داعش مخپټي وسله وال ښکیل بللي .

اوس پوښتنه داده چې ایا په زابل ولایت کې ریښتیاهم داعش دومره وسله وال او نفوذ لري چې ۳۱تنه برمته شوي كسان څه کم یوه میاشت له ځانه سره وساتي؟

محلي رسنۍ په زابل ولایت کې ملا منصور داد الله د داعش د مربوط مشر په حیث اعلانوي او د برمته کیدو دا پیښه هم هغه ته منسوبوي ، خو خپله منصور داد الله تر پیښې له مخه له بي بي سي او ځینو نورو رسنیو سره په څرګندونو کې وویل چې دی د طالبانو مربوط شخص او پلویان يې هم د طالبانو(اسلامي امارت) د پوځي تشکیلاتو برخه دي.

• برمته كوونكو د برمته شویو معلومات له کومه ترلاسه کړل؟

د کابل هرات لویه لاره د هیواد له ډیرو مهمو او مصروفو لاره څخه ده .

پردې لاره په ورځ کې په زرګونو کسان تګ راتګ کوي او په هیواد کې د روانو نا امنیو له وجې د هغې پر سر له کابله تر هرات پوري په سلګونو امنیتي نقطې ځای پرځای شوې .

دا خبره د هیښتیا وړ ده چې مخپټو وسله والو د سلګونو نقلیه وسائطو له منځه همدغه د ۳۱ تنو هزاره مسافرینو لیږدوونکې دوې عرادې نقلیه وسائط څرنګه مشخص او څه ډول یې هغوی د دوو ولایتونو د امنیتي پوستو له منځه له ځان سره برمته کړل؟
دا چې د برمته شویو په اړه ویل کیږي چې هغوی ټول له ایرانه راشړل شوي ، نو داسې معلومیږي چې هغوی له ایرانه د راشړل کیدو له پیله تر تعقیب لاندې ول.

د برمته کیدو په مهال د امنیتي ځواکونو عدم مداخله او تر دوو ساعتونو پوري د ۳۱ تنه هزاره ګانو د پلټولو او چاڼ کولو عملیات هغه څه دې چې په دې سازشي لوبې کې د کابل تر څنګ دایراني ځانګړیو حلقاتو ښکیلوالی هم ورکې له پامه نشي غورځيدلای.

• داعش په افغانستان کې

که څه هم چې دولتي چارواکي او طالبان دواړه په افغانستان کې د داعش موجودیت تر واقعیت ډیر پر تبلغاتو محمولوي او دم ګړۍ دلته د داعش له هرډول شتون او فعالیت څخه انکار کوي ، خو د برمته شویو د برمته کیدو نوعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې داعش دي په دې پیښه کې عملا ښکیل وي ؛ ځکه برمته شوی کسان نه په دولت پوری تعلق لري چې طالبانو دې له دولت سره د تړاو په تور برمته کړي او نه هم تجارتي شتمن دي چې مافیايي ډلو دې د پیسو د ترلاسه کولو په خاطر برمته كړي وي .

اسلامي آژانس هم د تيرې چارشنبې په ورځ په خپل خپاره کړي رپوټ کې ولیکل چې ((په زابل کې برمته شوي مسافرین په دریم لاس د اعش ته رسيدلي دي .))
داعش چې له تأسیس او سیاسي ظهور نه يي تر اوسه لا یوکال نه دی تیر شوی د يو لړ رسانه يي فعالیتونو په وسیله یې خپل موجودیت په ډیر موثر او خشن ډول سره پر نړیواله میډیا په ډیر زور منلی دی .

د بیلګې په توګه هغوی تیره میاشت اردنى پیلوټ معاذ الکساسبه ژوندی په اور کې وسوځاوه ، که خبره د هغه د مجازات او وژلو وای نو دوي کولای شوای هغه هم د خپلو نورو بندیانو په څیر حلال او یا هم په مرمۍ ووژني، خو دوی غوښتل هغه په داسې طریقه ووژني چې تر ډیرو پوري نړیواله میډیا ورباندې مصروفه او د هغې طریقې یاد ونه وکړي کومه چې د وژل شوي پیلوټ په اعدامولو کې ترې کار اخیستل شوی .

هماغه وه چې معاذ الکساسبه یې ژوندی وسوځاوه او تقریبا تر یوې میاشتې پورې ټولې رسنۍ او محللین د دغې بوږنوونکې طریقې پر یادولو او پر هغې باندې پر تبصرو او تحلیلاتو لیکلو مصروف ول .

همدا راز داعش د سږکال د فروري په میاشت کې ۲۱ تنه مسیحي کار ګران د لیبیا په ساحلي ښار سرت کې برمته او د جنوري په ۱۲ یې هغوی ټول په سرت کې د سپین سمندرګي پرغاړه حلال كړل .

د حلالولو په مهال یې د هغوی په وینو د رنګ شویو سرو اوبو تصویرونه عکاسي او د خپلو اړونده نشراتي وسائلو له لارې نشر کړل .

مسیحيان په ډیرو نورو هغو ځایونو کې چې اوس د داعش تر واک لاندې دي هم شتون لري خو داعش بل ځای له هغوی سره داسې معامله نه ده کړې لکه چې مصري مسیحي کار ګران يې په لیبیا کې په داسې بوږ نوونکی ډول حلال کړل .

په لیبیا کې د سپین سمندرګي پرغاړه د دغو کارګرانو له حلالوڅخه د داعش اصلي هدف په تبليغاتي لحاظ په لیبیا کې د خپل شتون ثابتول و.

حتی د لیبیا یو شمیر سیاسي محللینو او همداراز د فیلم جوړولو مسلکي ماهرینو هماغه مهال پر دې خبرې شک درلود چې مصري كارګران دي د لیبیا په سرت ښار کې حلال شوي وي .

اوس هم داسې اټکل کیږي چې که واقعا دا کسان داعش برمته کړي وي هغوی به يې له برمته كيدو څخه په افغانستان کې د خپل وجود د اثبات لپاره داسې تبليغاتي ګټه واخلي لکه چې په لیبیا کې یې د مصري کارګرانو له برمته کیدو څخه واخیستله .

که برمته شوی کسان داعش برمته کړی او یا د هغوی لاسته ورغلي وي نو حتما به هغوی په داسې طریقه وژني چې د هغې په وسیله به کم ترکمه یوه میاشت په افغانستان کې د داعش دموجودیت او عملي نفوذ په اړه ټولې غربي او محلې رسنۍ تبصرې کوي .

• د ایران پوځي مداخلې ته زمینه سازي

د شنونکو له نظره د برمته شویو له دې سازشي پیښې څخه به په افغانستان کې یواځې د داعش په شتون اکتفاء ونکړای شي ، بلکې دلته به په دې کار سره ایران ته په افغانستان کې دشیعه اقلیت د دفاع په پلمه د پوځي مداخلې داسې زمینه برابره شي لکه په لیبیا کې چې مصري حکومت ته د مصري کار ګرانو د انتقام په پلمه د پوځي مداخلي زمینه سازي وشوه.

په لیبیا کې د داعش لخوا د مصري کار ګرانو له حلالوسمدستي وروسته د مصر پوځي حکومت د لیبیا په ختیځ درنه ښارکې د داعش پر مرکزونو هوايي برید وکړ چې په لسګونو ولسي کسان ورکې مړه او ژوبل شول.

ايران به هم په افغانستان کې دشیعه اقلیت د دفاع په پلمه په افغانستان کې د داعش د مخنیوي لپاره صحنې ته داخلیږي او افغانستان به د واشنګټن او تهران د مشترك تخریبي پلان په نتیجه کې د سوریې ، یمن او عراق په څیر د شیعه ،سُني د بي هدفه ناروا جګړو ډګر ګرځي .

داعش چې د خپل فعالیت اساس یې د اهل تشیع په مقابله بناء کړی ښايي په افغانستان کې هم د خپل فعالیت پیل د برمته شویو شیعه ګانو په وژلو او حلالو پیل کړي .

په منځنی ختیځ کې چې د شیعه سُني کومه فتنه همدا اوس جریان لري او په نتیجه کې یې دمشق ، بغداد ، او صنعاء عملا د ایران پلوه شیعه ګانو تر تصرف لاندې راغلي د واشنګټن او تهران د مشترک تفاهم له مخې پیل او تراوسه ورکې په لکونو انسانان مړه او ژوبل شوي دي .

اوس امریکایان غواړي دغه فتنه افغانستان ته هم را صادره كړي ترڅو په افغانستان کې هم د عراق په څیر ایراني ځواکونه د اهل تشیع د دفاع په غرض پوځي مداخله وکړي .

امريكايان چې هرځای وغواړي خپل نفوذته لاره خلاصه کړي لومړی هلته ګډ وډي او نا امني رامنځته کړي .

په افغانستان کې دایران پوځي مداخله د امریکایانو اساسي هدف او دلته د هغوی د نفوذ تر ټولو غوره وسیله ده .

• د توطیې شنډول د برمته شویو په عاجل ژغورلو کې دى

كه د برمته شویو له دغې پیښې سره بیغوري او یاهم وځنډول شي ښايي هغه په نورو سیمو کې هم تکرار شي ، اوس هم یوشمیر رسنیو له غزني ولایت څخه د غزني د سیمه ییزو چارواکو په حواله رپوټ وركړی ، چې لس تنه نور هزاره مسافرين چې د دې ولایت له جاغوري ولسوالۍ نه غزني ښار ته روان وو؛ په لاره کې د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

که واقعا هم د زابل برمته شوي کسان عادي مسافرین او بیوزله غریبکاران وي نو د هغوی د ژوند ژغورل واقعا چې یو انساني او اخلاقي مسؤلیت دی .

کومه طریقه چې د کابل حکومت امنیتي چارواکو د هغوی د ژغورنې لپاره کارولې ، هغه په لوي لاس د دغو خلګو د وژلو او له منځه وړلو لامل دی؛ ځکه دولتي چارواکي په اړونده سیمه کې د خپل ځان ساتلو توان نه لري نو برمته شوي به څرنګه وژغوري ، همدا لامل دی چې د هغوي له څلور ورځنیو عملیاتو وروسته بغیر له کومې پایلې پایته رسیدلي او د دوی له لوري د لسګونو وسله والو د وژل کیدو رپوټونه رسنیو ته ورکړل شوي .

که د دولتي ځواکونو دا رپوټونه ریښتیاوي نو هغه سل په سلو کې وسله والو ته دبرمته شویو کسانو د وژلو حجت په لاس ورکوي .

اوس هم له سیمې ځینې غیر موثق او نا تائید شوي رپوټونه وايي چې برمته شوي هزاره ګان د دولتي ځواکونو د عملیاتو په مهال وژل شوي دي .

د برمته شویو په خلاصولو کې دغه ډول غیر موثر رول هغه احتمال ډیر قوي چې په دې تخریبي توطیې کې دي كابل هم د امریکایانو په دستور ښکیل او قصدا دې د برمته شويو کسانو وژل غواړي.

د طالبانو مسؤلیت قطعا په دې سره نه پوره کیږي چې دوی یواځې په پیښه کې خپل ښکیلوالی رد کړي ، بلکې هغوی چې د آزادو سیمو د واکمنۍ دعوه لري نو د هغو سیمو د امنیت د تأمین مسؤلیت هم دوی ته راجع کیږي .

کومې سیمې چې د برمته شویو د موجودیت احتمال شته دی ورکي له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې دي ، طالبان باید دا موضوع د سیمه ییزو مخورو ، علماوو او قومي مشرانو په وسیله په جدي توګه تعقیب او په حل کولو کې یې خپل موثریت وکاروي؛ ځکه له یوې خوا د ولسي خلګو برمته کول شرعا ناسم کار دی او پر هغه سربیره دغه پیښه د دښمن د یوې لوې تخریبي فتنې د کامیابه کولو برخه ده چې په نتیجه کې به یې خدای مکړه افغانستان هم د عراق او سوریې په څیر د مذهبي او نژادي بي هدفه جګړو په خونړي میدان بد لیږي .

• خلاصه :

د افغانستان روان جریانات تر بل هروخت په ډیر حساس او نازک پړاو کې قرار لري، داسې ښکاري چې د سیمه ییزو او غربي (امریکايي) اخلالګرو اخلالګري او سازشونه په دومره لوړه کچه د افغانستان د بي ثباتي لپاره طرح کیږي چې شنډول یې د افغاني قضیې د ټولو ښکیلو اړخونو له توانه وتلی کار وي .

د اشغالګرو امریکایانو وحشي جګړه چې ۱۳ کاله وړاندې یې د افغان مظلوم ولس پرخلاف پیل کړې د تکتیک په بدلولو سره په تدریجي ډول د افغانانو منځته لویدونکې ده .

د دغه تکتیک د عملي کولو لپاره د داعش تر نامه لاندې مخپټي وسله وال تر ټولو غوره لوبغاړي کیدای شي چې نه یې هویت معلوم او نه یې هم د پو ځي اکمال لوری چاته معلومیږي .

افغان ځوریدلی ولس چې ۱۴ کاله یې د روسي اشغال او نیږدي څوارلس کاله نور یې د امریکايي اشغال په مقابل کې اسلامي جهاد کړی اوس به بیا د دغو استعماري دسیسو او نیابتي جګړو په پیلیدو سره د خپل جهاد له ټولو لاسته راوړنو بي برخې او هیواد به یې بیا د کور ورانوونکې داخلې جګړې په تنور بدلیږي چې د دوی ټول ملي او مذهبي ارزښتونه ورکې له منځه ځي … لا قدر الله

لهذا هر هغه څوک چې د افغان او مسلمان په حیث یې پر خپل هیواد او ځوریدلي ولس زړه سوځیږي باید تر بل هروخت نن د د ښمن دغه ډول تخریبي دسیسو ته متوجه او د هغو په خنثی کولو او له منځه وړلو کې خپل اسلامي او اخلاقي مسؤلیت تر سره کړي .

د خپلواک او هوسا افغانستان په هیله !

روي ظالم به قصد کشتن ماست …. دل مظلوم ما بسوی خداست .
او درین فکر تا به ما چه کند … ما درین فکر تا خدا چه کند

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

وایمه ثاقب صاحب په قلم دی برکت شه ډیر ښکلی تحلیل مو کړی ده

نظرمحمد مطمئن
میلمه
نظرمحمد مطمئن

زه هم په خپل وار له ټولو قملوالو څخه هیله لرم چې دغې خطرناکې او پېچلې موضوع ته زموږ افغان ولس متوجه کړي. نړیوال استخباراتي جالونه غواړي چې جګړه تر مختلفو نومونو لاندي زموږ په هیواد کې اوږده کړي. که ځوانان هڅه وکړي او خپل ولس وپوهوي، دا ډول سیاسي معامله ګرو ته اجازه ورنه کړي او په یو ډول نه يو ډول يې د معاملو مخنیوي وکړي امید شته چې هیواد کې مو امن او سوله راشي، ولي که موږ همداسي چپ ناست یو، بیا به الله ج هم موږ ته جزا راکوی، همدغه سیاسي معامله کوونکې به راباندي… نور لوستل »

قاري سعيد خوستى
میلمه
قاري سعيد خوستى

ثاقب صيب :يقينا موضوع ڈيره حساسه ده خو زيات مسئوليت زما په نظر دامارت مسؤلينو ته راجع كيژي زكه دافتني په هغه سيمو كي سر راپورته كولى شي چي دامارت تر كنترول لاندي دي