افغانستان

هرات: «د کب د ۲۴مې جلاد دې محاکمه شي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲۴مه ۱۳۹۳ل): په هرات کې د کب د څلورویشتمې د عمومي پاڅون د شهیدانو په قتل کې د شریک قاتل د اعدام غوښتنه کېږي.

دری ژبی لیکوال محمود نکته دان وايي چې د کب د څلوروېشتمې نېټې مشهور «جلاد» د وخت د هرات والي نظیف الله نهضت باید محاکمه شي.

نوموړي پخپله خپره کړې مقاله کې ويلي، چې د هرات د پاڅونکونکو په ځپلو کې د نظیف الله نهضت پراخ لاس او له روسانو سره بشپړه همکاري وه.

نکته دان پخپله مقاله کې ويلي چې نضیف الله نهضت په پوره سپین سترګي خپل ځان په حقه ښيي او د هرات ولسي پاڅون کوونکي د ایران «ګوډاګیان» او د خپل خلقي رژیم پر ضد د پردیو د لاس الې بللې دي.

نوموړي په مقاله کې د نهضت لیکنو ته په اشارې ويلي چې لا يې هم د هرات په ولس زړه نه دی یخ شوی او له بلجیم نه د ولس پر زخمونو د مالګې دوړولو لپاره زهرجنې مقالې لیکي.

د هرات ولسي پاڅون د ۱۳۵۷ لمریز کال د کب په څلورویشتمه د وخت د حکومت پر ضد لومړنی ولسي پاڅون و،چې پکې لږ تر لږه څلورویشت زره تنه په شهادت ورسېدل.

د دې پاڅون په مهال په هرات کې نظیف الله نهضت د خلقي رژیم له لوري والي و، چې د نکته دان په خبره د پاڅونکوونکو په شهادت کې يې تر نورو پراخ لاس درلود.

نضیف الله نهضت د «پردیو فتنې او تېری» په نامه د کتاب لیکوال دی، چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې دانش خپرندویه ټولنې له لوري په ۳۳۱ مخونو کې خپور کړی دی، دم ګړۍ د بلجیم په بروکسل کې اوسېږي، چې د نکته دان په خبره لا يې هم پر مؤمن ولس زړه یخ نه دی او د لیکنو له لارې د کب د څلورویشتمې د شهیدانو د وارثینو په زخمونو مالګې دوړوي.

نکته دان د بشري حقونو په دعوه دارانو غږ کړی، چې د بشري حقونو دغسې ناقضین باید محاکمې ته راکش او خپله دعوه رښتینې ثابته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x