نظــر

د عراق او سوریې په جګړه کي د افغانستان د شیعه افراطیانو ګډون

لیکوال: محمود قلندرزی

که څه هم د نړۍ او افغانستان سانسور سوي خبري رسنۍ په افغانستان کي د ایران د سیاسي مداخلو په هکله ډیر څه نه وايي خو دا خبره بیا هم د میډیا پر مخ څو ځله راغلې ده چي د افغانستان شیعه افراطیان چي زیادتره په هزاره توکم پوري اړه لري په سوریه او عراق کي د اهل السنت مسلمانانو په ضد په جګړه بوخت دي. شیعه افراطیان د اسلامي تاریخ په اوږدو کي په بیلابیلو نومونو نومول سوي دي چي رافضي کلمه یې ډیره مروجه ده.

ددوئ د عقایدو دقیقه تشریح زیات علم او وخت ته اړتیا لري خو په لنډو ټکو ویلای سو چي روافض هغه خلګ دي چي بي بي عایشه رض په شمول د یو شمیر زیاتو صحابه رض مرتد بولي (نعوذ باالله)، لمړي درې خلفاء راشدین نا مشروع بولي او د مسلمانانو سره موجود قران پاک نامکمل بولي. د شیعه افراطیانو سره د افغان ولس نظریاتي او نظامي ټغري هم خورا اوږدې او ژوري تاریخي ریښې لري.

حاجي میرویس خان هوتک د صفوي شیعه افراطیانو د تکفیر فتواوي د مکې مکرمې او مدینې منورې د علما‌ء څخه واخیستلې او د خپلي سیمي پښتانه قبایل یې په قانع کړل چي د صفوي رژیم پر ضد جګړه جهاد ده. نادر افشار د خپل واک لاندي سیمو شیعګان د فشار لاندي راوستل چي د افراطي ګمراه عقایدو څخه توبه وباسي او د احمد شاه دراني د واکمني په مهال هم شیعه ګانو د مذهبي او سیاسي مشرانو څخه د یو لړ ګمراه کونکو عقایدو د نه لرلو او نه خپرولو په اړه تضمینونه اخیستل کیدل. په افغانستان کي شیعګان اقلیت دي او د یو منظم ټولنیز ژوند لري.

که څه هم دوئ پر خپلو اولادونو باندي د عمر، ابو بکر، عثمان، عایشه او ځیني نورو مشخصو اصحابو رض نومونه نه ایږدي خو د عامو مسلمانانو په مخکي رافضي عقایدو څخه انکار کوي او د اهل السنت مسلمانانو په شان ټولو اسلامي ارزښتونو ته درناوی ښیي. دعامو شیعګانو اختلاف د نورو مسلمانانو سره یوازي دا دئ چي شیعګان خلافت یوازي د اهل بیت حق بولي او نور مسلمانان د خلافت د حقداره لپاره دا قید نه ایږدي. البته کله نا کله چي د هیواد دولتي مرکزیت د بینه تللئ یا ضعیفه سوئ دئ نو د افغانستان په شیعګانو بالاخصوص هزاره ګانو کي داسي وسله والي ډلي پیدا سوي دي چي نه یوازي په عامو شیعګانو کي د صفوي روافضو دعقایدو د تشهیر لپاره کار کوي بلکه د اهل السنت مسلمانانو په وړاندي داسي تاوتریخوالئ ښیي چي د چنګیزي بربریت تاریخ په تازه کیږي. د کمونیسټي رژیم د نسکوریدو وروسته د حزب وحدت د ډلي ظهور هغه ترخه تجربه ده چي افغانان به یې هیڅ کله هیر نه کړي.

د تنظیمي جګړو پر مهال چي به کله ددوئ جګړه د جمیعتیانو سره ونښتل نو په تاجک نژاد پوري تړلئ هر شخص به دوئ د محارب دښمن په توګه په نښه کاوه، که به یې د حکمتیار یا سیاف سره جګړه وسوه نو هر پښتون به ددوئ د جګړې هدف ګرځیدئ. د انسانانو د اعضاء پریکول، د مړي رقص، او نور داسي جنایتونه چي په افغاني ټولنه کي په هیڅ صورت جواز نه لري، د حزب وحدت جنګیالو په ډیر شوق او مهارت اجراء کول.

هغه وخت هم دا خبره واضح وه چي د سپاه پاسداران انقلاب ایران لخوا ددې ډلي تشکیل، تنظیم، تجهیز، عملي او نظریاتي روزنه د کمونیسټي کودتاه تر مخه، د کمونیسټي رژیم او د جهاد په ټوله دوره کي جریان درلود چي یوازینی حدف یې په سیمه کي د ایران د انقلابي دولت دنفوذ او اهدافو عملي کول وه. د مجاهدینو داخلي تنظیمي جنګونو چي کله ددولت مرکزیت د بینه یووړ نو دې ډلي ته د بروز زمینه برابره سول. یوازي د طالبانو دوره وه چي ددې ډلي انکشاف او قوت یې د سقوط سره مخامخ کړ.

طالبانو ددوئ روزنیز او تعزیبي مرکزونه محوه کړل. ددوئ د مختلفو درجو نظامي رهبران یې د بینه یوړل او ددوئ د وحشتونو لړۍ ته یې د پای ټکئ کښیښودئ. که د طالبانو اسلامي تحریک نه وای رامینځ ته سوای نو شاید تر نن ورځي پوري ددوئ وحشتونو ادامه لرلای.

په اوسني نظام کي که څه هم د حزب وحدت نوم په خوله نه اخیستل کیږي خو ددې ډلي ارتقاء او انکشاف په هغومره سرعت سره روان دئ، څومره چي د طالبانو د اسلامي تحریک دمخه روان وو. د حزب وحدت مشهوره مشران نن د هیواد په لوړو ترینو دولتي حلقو کي د پراخو اختیاراتو او نفوذ خاوندان دي. دوئ په زیات شمیر سره خپل جنګیالي د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په صفوفو کي داخل کړي دي. دا د همدې تنظیم غړي دي چي د زرهاو په تعداد د ملي اردو صفوفو ته داخلیږي، د افغانستان ددولت په مصرف د نظامي روزني د زده کړي وروسته د ملي اردو لیکي پریږدي او تر هغه په لوړ معاش په سوریه او عراق کي د اهل السنت مسلمانانو په وژنه او زورونه کي برخه اخلي او په ضمن کي د شیعه افراطیت نظریاتي روزنه هم ورته کیږي. موږ په تلویزون کي یو کوچنی خبر واورو چي د تیرو ۱۲ میاشتو په جریان کي ۳۰۰۰۰ کسان د ملي اردو د لیکو څخه تښتیدلي دي، هیڅ اهمیت نه ورکوو او په خپل روزګار بوخت سو.

دا د لمر په شان روښانه خبره ده چي د افغانستان دا افراطي شیعګان به ډیر ژر د روزل سوو مسلکي قاتلینو په صفت افغانستان ته بیرته راستنیږي او د راستنیدو وروسته به د کندهار په کوڅو کي باقلي نه خرڅوي بلکه د افغانستان د اهل السنت مسلمانانو په مقابل کي د ایران د انقلابي حکومت په نیابت جګړه کوي، کټمټ هغسي لکه د کوریا ماویسټي کمونیسټان چي د چین د کمونیسټي اردو سره د داو طلبو په ډول ملګري سول او د چین د شاهي حکومت پر ضد وجنګیدل. کله چي د چین جګړه پای ته ورسیدل نو د کوریا کمونیسټي جنګیالیان د یوې منظمي اردو په شکل کوریا ته راستانه سول اوتر نن پوري پر شمالي کوریا باندي د چین په نیابت حکومت کوي.

افغانان نور د نژادي او عقیدوي تعصباتو پر سر د جګړې او تاوتریخوالي څخه بیزاره دي. افغانان په افغانستان کي داسي ټولنه غواړي چي ټول وګړي یې یو له بله سره د متقابلانه احترام په سولیز محیط کي په داسي ډول ژوند وکړي چي حقوق یې ددولت لخوا تظمین سوي وي. که د افغانانو رهبران رښتیا هم د افغان ولس و دې ارمان ته احترام لري نو دي په آینده کي افغانستان ته مواجه کیدونکي خطراتو درک او علاج وکړي ځکه چي دا هغه ډول دئ چي وهل کیږي دشپې او ږغ یې سهار اوریدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نشاه

رافغانانو پوه شی چی د شیعه او سنی په نامه په جنگ سره ونه وری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x