نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه ۱۳۹۳ل): پاکستان نن آیرلینډ ته په ماتې ورکولو سره منځلوبو ته لاره پيدا کړه.
تقریبا ۸ کاله وړاندې آیرلینډ پاکستان ته رسوا کوونکې ماتې ورکړې وه چې د پاکستان په سینه هغه ټپونه لا هم تازه و او په پاکستان د هغې لوبې اغیز لا هم و، چې له کبله یې ننۍ سیالي په ډير احتیاط سره کوله.
پاکستان د ننۍ لوبې ګټلو سره به په منځلوبو کې د نړۍ اوله درجه لوبډلې استرالیا سره د جمعې په ورځ کوي.
په روان نړیوال جام کې دا لومړی وار و چې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او لوبه یې وګټله.
پاکستاني بالرانو نن ښه توپ اچونه وکړه چې له کبله یې آيرلینډ تر ۲۳۷ منډو پورې محدود کړ.
د ۲۳۸ هدف په پوره کولو کې پاکستاني توپو وهونکو مسوولانه لوبه وکړه، په لومړۍ ویکټ يې ۱۲۰ ګډې تېزې منډې جوړې کړې چې د همدې ښه لوبې په برکت یې په ۷ ویکټونو لوبه وګټله.
د پاکستان له لوري سرفراز احمد په نړیوالو یو ورځېنۍ لوبو کې نن لومړنۍ سلیزه ووهله چې په دې سره یې په نړیوال جام کې د پاکستان د سلیزو نه وهلو روژه هم ماته کړه. پاکستاني لوبغاړي عمران نذیر په ۲۰۰۷ کې د زمبابوۍ خلاف ۱۰۷ منډې جوړې کړې او تر هغه وروسته په ۲۰۱۱ او په روان ۲۰۱۵ نړیوال جام کې هېڅ یو لوبغاړي سلیزه نه وه وهلې.
د پاکستان له لوري سرفراز احمد ۱۰۱، محمد شهزاد ۶۳، مصباح الحق ۲۹، حارث سهیل ۳ او عمر اکمل ۲۰ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې وهاب ریاض درې، سهیل خان او راحت علي دوه او احسان عادل یوه وېکټه واخیسته.
د ایرلینډ له لوري یې کپتان ویلیم پورټر فیلډ ښه لوبه وکړه، هغه د یوې شپږیزې او ۱۱ څلوریزو پر مټ په ۱۳۱ بالونو ۱۰۷ منډې جوړې کړې.
د کپتان پرته نورو چندان د پاموړ لوبه ونه کړله او ټولو په لږو منډو وسوځېدل.
پاکستان منځلوبه (کوراټر فاینل) د جمعې په ورځ له استرالیا سره کوي.
د پاکستان په ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، ویسټ انډيز او پاکستان منځلوبو ته ووتل.
او د افغانستان له ګروپه بیا نیوزیلینډ، استرالیا، بنګلادیش او سري لنکا منځلوبو ته وویل.
منځلوبې د مارچ په ۱۸مه پیلیږي.
اوس د الله وکړي چي فاینل هم وګټي، پاکستان یو هغه ټیمونو دی چي په هر وخت کي هر څه کولای سي، د دوی بد بحتي دا ده چي په احتیاط لوبه نه کوي او هره لوبه اسانه ګڼي. زه د ۱۹۹۹ نه د کرکټ سره شوق لرم او د اول نه تر اوسه د پاکستان ټیم مینوال یم. خو چي کله افغانستان میدان ته راغلی دی نو زما زړه په فطري ډول خپل خوا ته را تاو کړی دی. ځني افغانان بیا د هند طرفدار دي الله د هغوی ته لږ عقل ورکړي، چي یو کافر ته پر مسلمان… نور لوستل »