افغانستان

هلمند کې دمامورینو اعتصاب

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲۴مه ۱۳۹۳ل): هلمند کې پراخ فساد او غصب تر دې حده را ورسېد چي دا مهال يې خپله حکومتي مامورین هم له ستونې ونیول ، دادی هلمند کي دولایت دمامورینو اعتصاب پنځمې ورځې ته وغځېدی ، اعتصاب هغه وخت پیل سو چي د ولایت مقام او ښاروالۍ د ولایت دمامورینو (۱۴۵ جریبه) د رهایشي نمرو ځمکه هغه چي په (۱۳۴۷ هجري شمسي) کي مسترد سوې او په ۱۳۸۶ هجري کي ښارسازۍ د دوی په نوم کړې وه ، نیمايي هغه يې په یومیلیون او دوه سوه زره ډالرو پر یوه ځايي قاچاقبر شراف الدینباندي خرڅه کړله ،  هغه هم دغله په څېر دشپې له خوا ورباندي دبلوکو خښتو دیوالونه را وګرځول.

او پاته نیمايي يې د ملي امنیت ،محکمې ،ریاست عمومي ، مستوفیت ، قومندانۍ ،څارنوالۍ ، ځینو ولایتي شورا او پارلمان وکیلانو ته ور ووېشل.

دې ته ورته اوس یوه بل تازه غصب هم سر راپورته کړی ، هغه دلښکرګاه ښار زړه کې د مرکزي ماموریت د ځمکي غصب دی چي ماموریت ترې دمستوفیت څنګ ته نوي ودانۍ ته انتقال سو او دا ځای چي پخوا دمجردینو مامورینو فامیلۍ وې ، ودانۍ يې شپې مهال دښاروال صاحب له لوري ونړول سوې اوس د ملي سوداګرو په پوستین کي څو قاچابرانو چې دوی کي پېژندویه يې حاجي سلام د حاجي ادم جان ورور او حاجي علي احمدناصري، د ولایت مقام ، ښاروالۍ ملي امنیت ، مستوفیت ،او پارلمان دځینو وکیلانو په ملاتړ چي کابل مرکزي اداره هم پرې شریکه ده غصب ته جوړه سوه ، داوس لپاره يې دښاروالۍ په هدایت د سوداګرۍ او دوکاندارۍ لپاره تر پنځوسو پوري کانټینرونه دشپې مهال کښېښودل څو وخت وروسته يې د مارکیټو کار د کانټینرونو تر شا پیل کیږي.

د خواشینی ځای دی چي د ولایتي ادارې ،  ولسي جرګې او مشرانو جرګې دځینو وکیلانو په ملاتړ دغصب لړۍ ښه په درز روانه ده ، چي علت يې هم د ملي وحدت د حکومت له لوري د اداري فساد اصلاحاتو ته نه پاملرنه او دزور واکو فاحش او بې رحمه غصب دی.

له بلي خوا د ولایت دمامورینو اوږد اعتصاب هلمند کي لويي ستونزي راولاړي کړي دي ، دخلکو عریضې په دفترونو کي بندي پاته دي مامورین خپلو دفترونو ته نه ور ځي ، د ملي وحدت له مشرانو څخه جدي هیله کوو چي د هلمند دستونزو حل ته په خپل کارونو کي لومړیتوب ورکړي او هلمند د مافیایي غصب او فساد له منګولو څخه وژغوري.

د ماموریت غصب سوې ځمکه
د ماموریت غصب سوې ځمکه

ازاد همکار – عبدالصمد – هلمند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x