نظــر

وينا که عمل؟

لیکوال: سردار محمد همدرد

په مجلسونو، غونډو او دریځونو کې ډیرې ښې خبرې کیږي هر یو د اسلامیت، افغانیت او وطن پرستۍ ډیرې ښې بیانې ورکوي، که سړی دغو بیانیو ته ښه ځیر سي نو پوره باوري به سي چې زموږ په ټولنه کې هیڅ ډول ستونزې نسته او دا هېواد ډیر رښتین او پاک اشخاص لري، خو دا خبره برعکس ده په عمل کې ویناوال داسې نه دي، موږ باید د ویناوالو، سیاسینو او مسؤلینو کړنې محاسبه کړو چې دوی په رښتیا څومره پاک، رښتيني او وطن دوسته انسانان دي.

کله چې مو د اعمالو ارزيابي پيل کړه د هرچا د ژوند بېګراونډ په ښه ډول مطالعه کړو نو بیا موږ ښه تشخیص هم کولای سو بیا که خبري کمې هم وکړي پروا نه کوي ځکه چي په عمل کي یې ځان ښودلی دی.

زموږ د ژوندانه په ډګر کې یو عملي ژوند ته ډېره اړتيا ده ترڅو چې مو د عمل ریښتنې لار تعقیب کړې نه وي نو د موجوده بدبختیو او ناخوالو څخه ځان نه سو خلاصولای.

هغه خلک چې وينا او کړنه يې يوه ده، هغه خلک چې څه يې پر زړه وي هغه پر خوله راوړي له بده مرغه داسې کسان زموږ په ټولنه يا له نشت سره برابر دي او که کوم لرو هغه هم د ګوتو په شمېر دي.

کله کله د دريځ پر سر د ځينو ويناوالو خبرو ته چې د دوی د فساد دغندلو، د هېواد جوړونې او ملي احساس خبرې اورم ګوته په غاښ پاتې سم، داسې فکر کووم چې دهېواد رښتيني بچيان همدا دي، دا هېواد دوی ته اړتيا لري او زموږ خوبونه په رښتينولۍ بدليږي، که موږ يوازې د يو چا په وينا دوکه نه شو او په عملي ژوند کې د دوی کړنې وګورو، د دوی اعمال وګورو نو تر ټولو لوی فاسد به دی وي، د پردې تر شا به لوی غدار همدغه وي خو د دريځ پر سر به زموږ د ويده او ناچاره ولس په سترګو کې خاورې شيندي.

د ټولنې په ټولو برخو کې دې ته ورته ډېرې بېلګې لرو ترڅو چې مو له وينا پرته د رښتيني ژوند په ډګر کې د عمل اتل نه وي پېژندلی نو پر هر چا باور مه کوئ، د وينا تر شا له خپل هر مشر سره حساب وکړئ، خپل حق ترې وغواړئ.

يو څوک د خپل استازي او خپل مشر په توګه منل هغه وخت کيږي چې دغه ښاغلی مطالعه شي، دده د ژوند شاليد وکتل سي، د ده کورنۍ وپېژندل سي او بيا باور پرې وسي.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې که هوښيار او باتجربه قومي مخور لرو بل پلو مو د پوهې کچه کمه ده عام ولس مو ډېر ژر دوکه کيږي او د خپلې رښتينولۍ او صداقت له مخې په هر چا باور کوي، خو موږ بايد تل ځير و اوسو، اوس هغه پخوانی صداقت او  رښتينولي په مشرانو کې نه ده پاتې، يو شاعر په خپل شعر کې څومره ښه ويلي دي:

خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر او په باطن سپېڅلي خلک

رښتيا هم چې اوس مو مشران هغه مشران نه دي پاتې چې څومره په خوله ځان سپېڅلی ښيي بايد په زړه هم دغه شان سپېڅلی وي، د زړه او خولې خبره يې يوه وي.

ددې لپاره چې په ټولنه کې مو روانه بدبختي ختمه سي، تر ټولو لومړی کار زموږ سمه ټاکنه ده، داسې مشران بايد وټاکو چې خبرې لږ کوي خو عمل او کارونه يې د دې ټولنې د بېچاره ولس د زخمونو ټکور سي، له ټاکنې وروسته بايد مشران هغه ډول کار وکړي چې خلکو باور پرې کړی دی، د حضرت محمد ((ص)) د يو حديث شريف ژباړه ده: “په تاسې کې هر يو څروونکی دی او له هر يو به د خپلې رمې پوښتنه کيږي”

د پورته حديث شريف شننې ته که راسو د يو مشر مسؤليت ترې څرګنديږي، د هر مشر څخه به د خپل مسؤليت په اړه پوښتنه کيږي، او زموږ په ټولنه کې هر څوک مشر دی، مشري لومړی له خپل کوره پيليږي، د کور له مشر به د خپلو کور د نورو وګړو په اړه پوښتنه کيږي، دغه راز له مور او پلار به د خپلو اولادونو پوښتنه کيږي او. . .

نو راځئ چې د ښه راتلونکي لپاره په خپله ټاکنه کې ښه ځير و اوسو، يوازې په ويناو دوکه نه شو بلکې د يو شخص عملي ژوند ته هم سر ورښکاره کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x