
ايا ږيره جرم ده!؟
لیکوال: ریحان
د اقتصادي مشکل له وجهې مې شل کيلو متره لاره په پیاده مزل پیل کړه. په سپېره دشته کښې روان وم له توند باد سره مخ شوم ستونی مې وچ شو د موټرو تېرېدل او بيا يو ( Horn) وهل نو بېخي ډېر تکليفولم. له پنځلس کېلو متره پیاده مزل وروسته له يوې تلاشۍ سره مخ شوم .
دا چې زه پیادل وم او له لرې ښکاريدم چې له یو جوړ اغوستي کاليو پرته نور راسره څه هم نشته. بيا هم زه په خپل لاس ور روان وم او په ډېره مينه ورته ودرېدم ورته مې “سلام” واچاوو او لاسونه مې د تلاشي د اصولو سره سم پورته کړل.
تلاشي يې کړم او راته يې ووېل: “خفه نه شې”.
په وچو شونډو مې ورته وخندل “نه خدای دې نه کړي” واي ښه نو هغه لاس ته در واوړه، ما وېل په دواړو سترګو…
له دوه قدمو وروسته را پسې بل ډېر بې تهذيبه غږ راغی. وای اې ستا مور او ستا خور………….. ژر واوړه.
اه!!! زما ربه! دا څه اورم!
په يوه سانيه کښې مې په ذهن کښې کش مکش جوړ شو، په ذهن کښې مې رنګا رنګ مشورې شروع شوې راته يې وېل “ورشه او د دې پوښتنه ترې وکړه چې ولې”؟
مګر زړه مې راته ووېل چې ده ته به يې همدا ور ښودلي وي. او بل داسې وګڼه چې د ده مور ستا مور او د ده خور ستا خور.
یقين وکړئ چې د هغه اولني کس له اخلاقو دومره متائثره شوم ما وېل ځان ترې قربان کړه، اما د دوهم زرينو اخلاقو له هغه بل نه هم زړه را موړ کړ.
دا وجهه د بل څه نه وه يواځې د سنت طريقې ږېرې او يوې خولۍ وه، نو که دا ږیره پرېښودل او خولۍ په سر کول جرم وي نو بېا دې حکومت اعلان وکړي چې سر له سبا شنه مخونه او لوڅ سرونه ګرځئ. او که چېرته جرم نه وي نو بېا ولې؟
دا اولنۍ پېښه نه ده. بار بار د ملي اوردو، پوليسو او امنيتي ځواکونو له داسې چلند سره مخ کېږم.
بس ده نور سر به درته سر تور کړو لګ سم اخلاق او سمه رويه له عام ولس سره کوئ.