fbpx

د شین خونیز ګازونو ګټې او تاوانونه

ليکوال : استاد فضل الدين احسان بنوزئ

تاسو پوهيږئ چې شين خونيزه ګازونه (Green House Gasses) زمونږ د ژوند لپاره څومره ګټور دي او څومره زيانمن دي:

شين خونيزه ګازونه د ځمکې د اتوموسفير د فزيکي خاصيت وړاندوينه کوي شين خونيزه ګازونه عبارت دي له اوبو څاڅکي (H2O) ، کاربن داي اکسايد (CO2) ،ميتان (CH4) ،نايترس اوکسايد (N2O) ، اوزون (O3) او کلوروفلور کاربن (CFC) څخه دي .

د شين خونيزه ګازاتو ګټې :په اوس وخت کې د ځمکې د اتوموسفير نارمل حرارت درجه 15cسانتي ګراد دی نو که چيرې دا شين خونيزه ګازونه د ځمکې په اتوموسفير کې نه واي نو د ځمکې د اتوموسفير حرارت درجه به د اوسنئ حرارت درجې نه 33c سانتي ګراد ښکته واي يعنې که د ځمکې په اتوموسفير کې دغه ګازونه نه واي نو د ځمکې د اتوموسفير حرارت درجه به (-18)C درجې سانتي ګراد وه نو که چيرې شين خونيزه ګازونه نه واي نو زمونږ ژوند به د ځمکې په مخ مشکله وه ځکه چې -18درجې سانتي ګراد کې د انسان ژوند نشي کولای.

همدغه ګازات دي چې طبعي سيستم يې متوازنه ساتلي دی ددې ګازاتو په موجوديت کې زمونږ ژوند ممکنه شوئ دی .

د شين خونيزه ګازاتو تاثيرات:

شين خونيزه ګازاتو د انسانو په ژوند باندې ډير زيات تاثيرات کړي د کله نه چې په 18 ميلادي پيړۍ کې صنعتي دوره شروع شو نو د شين خونيزه ګازاتو فيصدي په هوا کې د هغه وخت نه مخ په زياتيدو ده ځکه چې انسان د خپل ارام او سوکاله ژوند د تيريدو لپاره ماشينونه ،فابريکې ،موټرې ،طيارې او نور وسايل جوړ کړل او همدارنګه د اندازې څخه زيات د انرژي د سرچينو (نفت ،ګاز،ډبرو سکاره او نور) څخه د ګټې اخستنې په نتيجه کې په چاپيريال ناوړه اغيزې وکړې چې په نتيجه کې يې په هوا کې د شين خونيزه ګازاتو اندازه زياته کړله او دغو ګازاتو د طبعي سيستم توازن ګډ وډ کړ لکه پخوا به د لمر وړانګې په مکمل ډول يعنې 100% د ځمکې مخې ته راتلې چې پدې فيصدي کې به ځينې وړانکې د وريځو پواسطه او ځينې به په هوا کې د ګازاتو پواسه او ځينې به د ځمې د سطحې په واسطه منعکسې کيدلې او بيرته به 100% هوا ته منعکسې کيدلې دا يو طبعي سيستم او الله تعالې د انسانانو او نورو ژونديو موجواتو په ګټه برابر او ترتيب کړئ وو خو د بده مرغه اوس د انساني فعاليتونه په واسطه باندې په دې سيستم کې تغير راغلئ او توازون يې د لاسه ورکړئ چې اتوموسفير ته د زياتو شين خونيزو ګازاتو ورکول ددې سبب شوي چې طبعي سيستم ګډوډ کړي د وړانګو هغه فيصدي(49)% چې د ځمکې مخ ته رارسيږي دغه وړانګې کله چې منعکس کيږي نو په اتوموسفير کې زيات شين خونيزه ګازات يې نه پريږدي چې اتوسفير ته تيرې شي ددغو ګازاتو سره د ټکر نه وروسته بيا ځمکې ته راځي او په همدې ترتيب دا عمل تکراريږي چې په نتيجه کې ګرمي جوړيږي او د ګرمي د جوړيدو په نتيجه کې هوا ګرمه کيږي او د نړئ ګرميدنه (Global Warming) رامنځته کيږي او کله چې د نړئ ګرميدنه رامنځته شي نو د اقليم بدلون (Climate Change) سبب ګرځي.

شين خونيزه ګازات زمونږ د ژوند لپاره په اتوموسفير کې ضروری او حتمي دي خو ضرور دا ده چې په منځنۍ اندازې سره بايد وساتل شي .

هغه شين خونيزه ګازات چې د شين خونيزه ګازاتو سره په اغيزو کې زياته مرسته کوي په لومړۍ درجه کې اوبه (36-72)% پورې ،کاربن داي اوکسايد (9-26)% پورې ،ميتان ګاز (4-9)% پورې او ازون ګاز (3-7)% پورې مرسته کوي.

د WMO(World Meteorological Organization) د احصايې له مخې د 1961-1990 کلونو ترمنځ د نړئ منځنئ حرارت درجه 14.0 C وه خو په 2011 کال کې کلنې منځنۍ حرارت درجه 0.41 C زياته شوې ده . د 1850-2011 کالونو ترمنځ 2011 کال د ځمکې په سر لسم زيات ګرم او تود کال وو .

شين خونيزه ګازاتو منابع:

زياتره شين خونيزه ګازات طبعي او هم انساني منابع لري د شين خونيزه ګازاتو غلظت په هوا کې د صنعتي دورې څخه مخکې ثابت وو ،په صنعتي دوره کې زيات شين خونيزه ګازات د انساني فعاليتونو پواسطه اتوموسفير ته ازاد کړل په خاص ډول سره د سون مواد او ځنګلونو له منځه وړلو په نتيجه کې يې ازاد کړل.
د شين خونيزه ګازاتو هغه منابع چې د انساني فعاليتونو پواسطه توليديږي :

د سون موادو استعمال او د ځنګلونو له منځه وړل چې په نتيجه کې هوا ته ډير کاربن ډای اوکسايد ورکوي.

د استعمال وړ ځمکو کې تغيرات يعنې اکثره ځمکې کومې چې په ځنګلونو باندې پټې وې د کر په ځمکو ، د کورجوړولو لپاره ،فابريکو جوړولو لپاره او داسي نور ضرورياتو لپاره استعمال شوي.

د حيواناتو د په بدن کې ننه د تخمر د عمليې څخه وروسته کله چې خوشايي بهر ته راووځي نو ددې خوشيو څخه هم زيات ميتان ګاز هوا ته ورکول کيږي.

د پايپونو د چاودنې څخه هم ډير ګازات هوا ته ورکول کيږي L
اکثره غسل خانې چې کندې ورته ايستل کيږي ددې څخه هم د ميتان ګاز هوا ته ورکول کيږي
په کورونو کې ريفريجريتور (سړونکي يا يخونکي) وسايل هم CFC ګاز هوا ته ورکوي
کرنيز فعاليتونه لکه د سرې استعمال هم شين خونيزه ګازات هوا ته ورکوي.

د کاربن داي اوکسايد ګاز منابع :

مايع د سون مواد ( پټرول)
جامد د سون مواد ( د ډبروسکاره )
ګازي د سون مواد ( طبعي ګاز )

د ميتان د ګاز منابع :

د ميتان ګاز هم د 50% زيات د انساني فعاليتونو پواسطه هوا ته خارجيږي او نور په طبعي ډول د مختلفو منابعو نه خارجيږي.

د سون موادو د توليد په وخت کې
د وريجو د کرلو په وخت کې
مرطوبو ځمکو څخه
ضايعاتو د تنظيم په وخت کې
د سمندرونو څخه
د تازه اوبو څخه
خود بخود اور لږيدنې څخه

د نايترس اوکسايد منابع :

د حيواناتو د خوشايوو څخه د امونيا په وخت
د خاورې د تنظيم په وخت کې
د حيواني سرې د تنظيم په وخت کې
د ډيرانو د سوزوولو په وخت کې
د نايتريک اسيد د تيزابو د توليد په وخت کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د