
سیاف: مجاهدین څوک نه شي څنډې ته کولای
نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دعوت ګوند مشر او د ۹۳کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند، عبدرب الرسول سیاف نن په هرات کې د اسماعیل خان له خوا رابلل شوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا ګډ حکومت ته پیغامونه لرل.
سیاف چې د کب د ۲۴مې بشري ناورین په تړاو رابلل شوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې «هېڅوک» مجاهدین د سیاست له صحنې څخه نه شي لرې کولای.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې ۲۶مې په غونډه کې، سیاف په کابل کې د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني سیاستونه «دیکتاتورانه» او «حرام» بللي وو. سیاف چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې وخوړه، په نوي حکومت کې تر دې دمه کومه برخه نه ده ورکړل شوې.
د تېرو ټاکنو په دویم پړاو کې سیاف له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ؛ خو د عبدالله له خوا په معرفي شوو وزیرانو کې سیاف ته کومه پاملرنه نه وه شوې. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وکمنۍ پر مهال به سیاف ته په کابینه کې یو وزارت په پام کې نیول کېده.
سیاف نن په هرات کې د اسماعیل خان پلویانو ته وویل: «ډاډه اوسئ، هېڅوک تاسې نه شي لرې کولای».
د ولسمشرۍ دغه نوماند غونډې ته په خطاب کې وویل، د هېچا پروا مه ساتئ؛ ځکه، د ده په وینا، مجاهدین غاصبین نه، بلکې فاتحین دي. سیاف خپل جګړه ماري د بشري حقونو د ناقضینو پر ځای «ناجیان» بلل. سیاف د بشري حقونو کمېسیون له خوا د بشري حقونو ناقض بلل شوی و.
په نوي حکومت کې د عبدالله عبدالله په پنځه سلنه ګډون سربېره هم د سیاف پلویانو ته برخه نه ورکولو دغه پخوانی جهادي مشر غوسه کړی. د سیاف تېرو نیوکو ته د ګډ حکومت اجراییه رييس هم ځواب ورکړی و.
د ګډ حکومت د کابینې اوولس وزارتونه لا هم د سرپرستانو له لورې اداره کېږي. داسې برېښي، چې سیاسي ډلې هڅې کوي د فشار راوړلو له لارې د کابینې په پاتې څوکیو کې خپله برخه خوندي کړي.