fbpx

غزني: تښتول شوي مسافر خوشې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۲۵مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت چارواکي وايي چې په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌والو لخوا تښتول شويو ۱۰ مسافرو له منځه ۹ تنه خوشې شوي دي.

پرون له غرمې وروسته ۱۰ تنه مسافر چې د جاغوري ولسوالۍ څخه د غزني ولایت ته روان و په لاره کې د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا ونیول شول.

که څه هم د غزني ولایت مرستیال والي محمد علي احمدي ددغو کسانو د تښتونې پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر دې مهاله ددغو مسافرو د نیولو په اړه څرګندونې نه دي کړي. هغه ویلي چې یاد ۱۰ تنه مسافر طالبانو تښتولي وو چې ۹ تنه یې خوشې شوي او یو يې له طالبانو سره پاتې دی.

احمدي په باور ښايي هغه پاتې کس یا دولتي مامور وي یا په نظامي لیکو کې کار کوي او یا هم د هغه نیولو لپاره ورته پخوا چا راپور ورکړی وي.

د غزني مرستیال والي په امنیتي ارګانونو نېوکه کړې او ویلي يې دي چې په څلورو دیوالونو کې د امنیتي پوستو په نوم پټ دي او زیاتره وخت نه دغو لارو باندې حضور لري او نه هم ورته توجه کوي.

هغه وايي چې کومه سیمه کې چې دغه مسافر درول شوي، د طالبانو د تلاشۍ ځای دی او یواځې په همدې ورځ طالبانو په درې نقطو کې خلک تلاشي کړي.

د غزني ولایت اوسیدونکي وايي چې طالبان دغه تلاشۍ د ملي امنیت په لیکو کې د استخباراتي کارکوونکو او نظامي عسکرو د نیولو لپاره کوي او په عامو خلکو کار نه لري.

احمدي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې امنیتي ځواکونه د خلکو په تښتونو او ورانکاریو کې لاس لري. «دوی د طالبانو سره یا لاس لري او یا ورسره همکاري کوي».

نوموړي د امنیتي ځواکونو ورانکاریو او غلاو ته په اشارې سره ویلي چې په دغه لاره زیاتې تښتونې، غلاوې او ورانکارۍ کیږي او لا هم ادامه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د