لاهور: مسیحيانو دوه تبليغي مسلمانان ژوندي وسوځول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): په لاهور کې وروسته له دې چې د تيرې ورځې په چاودنو کې پنځلس تنه مسیحیان ووژل شول، پاريدلي مسیحیان سړکونو ته راووتل او پر احتجاج یې لاس پورې کړ.

د دغه احتجاج په ترڅ کې تېره ورځ د لاهور په یوحنا آباد سیمه کې سلګونو مسیحیانو دوه تبليغي مسلمانان راونيول او هغوي یې ژوندي په اور کې وسوځول او ویې وژل. مسیحیانو تر سوځولو دمخه دغه تبليغیان سخت و ډبول او د چاقوګانو او خنجرونو وارونه یې هم پرې وکړل. د پيښې په ځای کې د پوليسو یوه افسر خبریالانو ته څرګنده کړه چې پولیسانو هڅه وکړه چې تبلیغیان د پاریدلو مسیحیانو له منګولو وژغوري خو هغوي پر پوليسو هم برید وکړ او ګڼ یې ټپيان کړل چې د یوه افسر حالت نازک بیان شوی دی.

د اې ايف پي د خبر له مخې مسیحیانو په لاره تيریدونکي دوه تبلیغیان راونیول، لومړی یې په چاقوګانو ووهل او بيا یې پرې پټرول وشیندل او ویې سوځول. له سوځولو وروسته یې عکسونه اخيستل او ځینو یې د مړو پاتې شوني له ځانه سره په خلطو کې وړل.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ په لاهور کې د مسیحیانو په یوه کلیسا کې د بمي چاودني له امله پنځلس مسیحیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول. د پاکستان وسله والې ډلې جمعیة الاحرار د دغو چاودنو مسؤلیت منلی دی.

پاکستان له اوږدې مودې راهيسي د امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. تر دې وړاندې هم په لاهور کې په بریدونو کې لسګونه مسیحیان وژل شوي وو.

tableeghi_on_fire3 tableeghi_on_fire2 tableeghi_on_fire1

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د