د اسامه بن لادن نالیدلي انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): په ۱۹۹۶ز کال د نومبر په میاشت کې فلسطیني ژورنالست، لیکوال او شننونکي عبدالباري عطوان د القاعده نړیوال جهادي تنظیم مشر اسامه بن لادن سره د افغانستان په غرونو کې وکتل. دغه انځورونه تر هغه وروسته رسنیو ته راووتل چې د شیخ اسامه بن لادن د يوه وياند او لنډ ملګري «خالد فواز» محاکمه په جنوبي نیویارک کې روانه وه او د هغې محاکمې په بهير کې وښودل شول.

پورته انځور کې عطوان د شیخ اسامه بن لادن سره په غرونو کې مزل کوي.

پورته انځور کې عطوان د شیخ اسامه بن لادن سره د ننګرهار په غرونو کې مزل کوي.

دا انځور هم تر ۲۰۰۱ز کال وړندې اخېستی شوی. شیخ اسامه په اسلامي نړۍ کې مسلمانان د یوه عظیم رهبر په توګه پېژني. عطوان په دغه سفر کې د شیخ اسامه شخصي او د هغه د ملګرو لسګونه انځورونه اخېستي.

شیخ اسامه ته د اسلامي نړۍ د ولسونو لخوا د «جهادي فکر مجدد» لقب ورکړل شوی. هغه په ۲۰۱۱ کې د مۍ د میاشتې په دوهمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو په یوه برید کې «شهید» شو. پورته انځور کې شېخ اسامه د خپل یو ملګري ابو مباب السوري سره لیدل کیږي.

شیخ اسامه ته د اسلامي نړۍ د ولسونو لخوا د «جهادي فکر مجدد» لقب ورکړل شوی. هغه په ۲۰۱۱ کې د مۍ د میاشتې په دوهمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو په یوه برید کې «شهید» شو.
پورته انځور کې شېخ اسامه د خپل یو ملګري ابو مباب السوري سره لیدل کیږي.

شیخ اسامه بن لادن د سعودي د یو میلیارد زوی و. هغه سعودي پرېښود، روس پر ضد جهاد لپاره افغانستان ته راغی، له مجاهدینو سره یې مرستې پیل کړې. وروسته امریکا ته مطلوب شو، سعودي یې تابعیت واخېست، سوډان ته ولاړ، له سوډانه ویستلو ته اړ شو، ارواښاد مولوي یونس خالص بابا رحمه الله ورپسې پلاوی ولېږلو، ننګرهار ته یې راوست. په ننګرهار کې مېشت شو.

عبدالباري عطوان د رای الیوم ورځپاڼې رییس دی هغه NBC امریکايي تلویزون سره په یوې لنډې مرکه کې ویلي چې دغه ډیر انځورونه نوموړي په خپل لاس اخېستي همدا راز یې ځېنې د نورو کسانو په مرسته اخېستي دي.

عطوان په لندن کې اوسیږي. هغه وايي چې ده ټول پلانونه پټ ساتلي و، لومړی پاکستان بیا د افغانستان پولو او بیا جلال اباد ته ولاړ او هلته یې د شیخ اسامه استازو سره ولیدل. عطوان له قوله نوموړي ۷ ساعته په غرونو کې مزل وکړ تر هغه چې یوې سمڅې سره کوز شو، اسامه یې ولید چې عسکر يې ترې تاو، اسلامي کتابونه او کلاشنکوف ورسره دي.

عطوان وايي: د اسامه بن لادن سره وغږیدم. نرم غږ يې و، په خوله يې همېشه مسکا وه. ماښام یې ډیر کم خوراک وکړ او په همدې سمڅه کې ویده شو. اسامه بن لادن له دغې سمڅې په ټولې لویدیځې نړۍ خوبونه حرام کړي وو.

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د تورې بوړې سردرې، چېرې چې اسامه د نړۍ له ګوټ ګوټه لږکي مسلمانان یوځای کړي وو. دغو لږو کسانو ټول لویدیځ ته ستر ګواښ جوړ کړی و.

عطوان وايي چې اسامه بن لادن سره به همېشه کلاشنکوف و. هغه ورته ددغه کلاشنکوف په اړه وویل چې په یوې جګړه کې یې له روسي جنراله غنیمت کړی دی.

عطوان ګارډین ورځپاڼې ته په مقاله کې لیکلي چې موږ د عربو د فساده ډک رژيمونو او د مسلمانانو سره د امریکا ناانصافیو په اړه په ماضي، حال او اینده وغږیدلو. «هغه ماته د سوډان او سومال د شپو کیسې وکړې، چې د جهاد پريښودلو لپاره ورسره د ډیرو پیسو ورکولو ژمنې کېدلې».

usama 5 usama 4 usama 3 usama 2 usama 1

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د