نړۍ

شمالی وزیرستان: ډرون برید کی ۳ شکمن وسلوال ووژل شوه

drones, US drones, drone attacks( نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۱۱) میرام شاه: له اوږدي مودی وقفی څخه وروسته نن یوځل بیا امریکایی بی پیلوټه الوتکي شمالی وزیرستان کی یوه ودانی په نښه کړه چی له امله یی دري شکمن وسلوال وژل شوی، له سیمي څخه دپاکستاني څارګری اداري یوه کارکونکي دپیښي پخلی کړی دي، یوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبرخپورکړی دی، لیکلی یی دی چی له واشنګټن څخه ځیني امریکایی دولتي سرچینو دبرید پخلي کړي دي، او زیاته یی کړه چی دبرید له امله دوسلوالو کوم لوړ پوړي چارواکو نه وژل شوی اونه هم ژوبل شوی دي.

له هغه څخه وروسته چی له افغانستان سره پرپوله باندی دناټو له لوري په هوایی برید کی ۲۴ پاکستاني عسکروژل شوی وو، دالومړي برید دی چی دامریکایانو له لوري یوځل بیا په قبایلی سیمه کی ترسره کیږي، شنونکي وایی که دارنګه بریدونه دوام ومومي، کیدای شي دامریکایانو په خلاف دپاکستانی اولس غصه یوځل بیا راپورته شي دنومبرپه میاشت کی چی کله دناټو په هویی برید کی ۲۴ تنه پاکستاني عسکرووژل شول، پاکستاني حکومت یی په عکس العمل کی په بون کی دافغانستان په اړه کیدونکی نړیواله غونډه کی له برخه اخیستو څخه ډډه وکړه، اوهمدارنګه دغه هیواد په افغانستان کی دناټو وځواکونو ته تیل او نورو اړینو جنګي او لوجستیکي موادو لیږدونکو کاروانونوپرمخ خپله لاره وتړله، په بلوچستان ایالت کی شمسي فوځی هوایی اډه چی پاکستان دامریکی دڅارګري اداری په واک کی ورکړی وه هغه یی هم بیرته له دغی اداری څخه واخیسته.

په افغانستان دناټو ځواکونولپاره ۷۰ په سلو کی لوجیستکي او جنګي سامانونه دپاکستان له لاري څخه افغانستان ته وړل کیږي، په دي وروستیوکی داسي ګنګوسي شته چی کیدای شي دځینو نویو شرایطو په منلو سره به پاکستان بیرته دناټو کاروانونوته اجازه ورکړي چی ددغه هیواد له خاوري څخه افغانستان ته تیرشي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x