نظــر

د جنرال رازق د جنایتونو څو مستندي بېلګې

لیکوال: میوند سادات

تېره اونۍ دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان په افغانستان کي ځیني اوسني او پخواني چارواکي په جنګي جنایتونو کي ښکېل وبلل، چي دهغوی له جملې څخه یوه هم دکندهار اوسنی امنیه قوماندان جنرال رازق دی .

دکندهار امنیه قوماندان رازق دبشري حقونو دڅار سازمان یاد شوی راپور ، دنوموړي پر ضد د« یوناما !! ؟؟ » یو طرفه تبلیغاتي پرو پاګنډه وبلله او په همدې راپور کي یې دطالبانو لاس دخیل وباله .

ددغه بې سواده وژونکي جنرال په مدحه کي یو شمېر قلموالو هم دڅار ټولني راپور دنوموړي پر ضد یوه توطیه وبلله او رازق ته یې دملي اتل لقب ورکړ. یو لیکوال چي له تېرو دروو لسیزو راهیسي دهر هغه حاکم جریان په پلوي قلم څرخوي ، چي خیټه یې ورخیشتوي، او اوس لا هم د امریکایې سفارت او ملي امنیت په راشن قانع نه دی ، دیو څو ډالرو په تمه یې جنرال رازق دغازي عبد الله خان اڅکزي خلف او د وخت ایوب خان نومولی دی .

موږ د جنرال رازق قلم مارو ملګرو ته یې وایو چي : تاسي که دڅار سازمان راپور د پنجاب او طالب فرمایش بولئ ، نو ددغه اتل جنرال لاندي کړني څنګه ارزوئ چي دکندهار غیور خو مظلوم ولس یې دعیني شاهدانو په توګه د رسنیو او سهېلي حوزې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون په وړاندي ګواهي ورکوي .

دځایې خلګو په وینا د  ۲۰۱۳اکتوبر په لومړۍ اونۍ کي د کندهار ښار، میان کوه، سرې کلا، زاړه ښار او محله نجات سیمو کي د څلویښتو تنو جسدونه موندل شوي همدا کسان لومړی شکنجه شوي او بیا وژل شوي دي . دوی وایې چي : پولیس د طالبانو سره د خپلوۍ او یا اړیکو درلودو په تور خلګ نیسي او وروسته یې وژني او د ځینو کسانو کورونه یې هم په دې تور چي د طالبانو سره رابطه لري ورنړولي دي.

د کندهار ښاریان وایې چي: خپلوان یې پولیسو له کورونو او دکانونو څخه بیولي او څو ورځي وروسته یې بیا مړي موندل شوي دي، لس ورځي وړاندي د کندهار ښار د دوهمي حوزې له یخ کاریز څخه پولیسو څلور تنه بیولي وو چي پنځه ورځي وروسته یې جسدونه په میرویس روغتون کي پیدا شول.

د حاجي یار محمد په نوم یو کس وایې چي ورور یې لس ورځي مخکي پولیسو ونیو او پنځه ورځي وروسته یې جسد په داسي حالت کي وموندل شو چي پر بدن یې د شکنجو ډیري نښي وې ، همدا راز یو بل تن تور جان وایې چي پولیسو یې زوی ونیو او څو ورځي وروسته یې جسد په میرویس روغتون کي پیدا شو نوموړی وایې چي زوی یې په چړو او برچو وژل شوی ؤ، محمد اکبر چي په دغه سیمه کي چوکیدار دی د سترګو لیدلی حال داسي بیانوي :«همدغو دواړو وژل شوو کسانو د بوټو \لرګیو ټال کاوه ، ماښام د پولیسو شین رنګه ټانګ راغلی او همدا کسان یې له ځان سره بوتلل دا دی چي وروسته یې مړي په میرویس روغتون کي وموندل شول». د کندهار ښار د دوهمي حوزې خلګ وایې چي په دغه شپه دوه نور کسان هم پولیسو بیولي چي تر اوسه یې د ژوند او مرګ حال معلوم نه دی .

یو بل کس د مولوي جمعه خان په نامه چي محله نجات کي یې امامت کاوه هم څو ورځي وړاندي پولیسو نیولی ؤ چي څو ورځي وروسته یې په همدې سیمه کي جسد پیدا شو همدې کس بیله دې چي ملا او ملا امام ؤ بل جرم !! نه درلود.

سیمه ییزخلګ وایې چي : رازق تردې مخکي هم عام خلګ او طالبان تر نیولو وروسته وژلي او جسدونه یې په لیرو ځایونو کي غورځولي چي وارثان یې په میاشتو میاشتو له مرګ او ژوند څخه ناخبره ساتل شوي دي .

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخپل راپور کي لیکي چي : دکندهار ښار له بیلابیلو حوزو یې د مخفي وژنو په اړه معلومات او ډیري عارضې ترلاسه کړي دي، همدغه راز ددغه کمیسیون په راپور کي ذکر شوي چي په مرموزه توګه د وژل شوو کسانو وارثان هره ورځ شکایت پاڼي ورته راوړي .
رازق د کندهار ښار او بولدک ولسوالۍ په شخصي زندانونو کي، طالبان او د ویش په مشهور بازار او منډیې کي هغه تجاران چي نوموړی (قوماندان) ته ټاکل شوی باج نه ورکوي په دغو زندانونو کي ساتي، هغه کسان بیا بیرته خوشي کوي چي ډیري پیسې ورکړي او د بیا لپاره ټینګه ژمنه وکړي چي پر ټاکل شوي وخت به معلوم رقم باج قوماندان ته ورکوي .

د سیمه ییزو خلګو څخه مي اوریدلي چي د قوماندان رازق په شخصي محبس کي په وار وار بندیان تر شکنجو لاندي ساه ورکړې ، حتی څو کیسې خو مي داسي اوریدلي چي قوماندان رازق په مستقیمه لارښوونه او خپلو لاسونو د ځینو بندیانو څخه لاسونه او پښې پرې کړي او په همدې ډول یې اسیران له ژونده بې برخي کړي دي .

دغه قوماندان د مځکو په غصب ، د مخدره موادو او وسلو په قاچاق ، ادارې فساد او د ملي تجارانو په تهدید او وژنه هم تورن دی .

د ۲۰۱۴ اګست په ۲۷ مه نیټه د بولدک ولسوالۍ مربوط د کڅۍ سړک سره د درو تنو هغو هیوادوالو مړي وموندل شول ، چي لس ورځي مخکي سرحدي عسکرو نیولي وو، د ځایې خلګو په وینا دغه وژل شوي کسان چي درې نفره نور یې هم ملګري وو، لس ورځي وړاندي چي په یوه موټر کي یې دولسوالۍ دبازار څخه دونکي سیمي په لور سفر کاوه نادرکه شول ، د نادرکه شوو کسانو له جملې څخه دجمال ولد محمد جان ، نعمت ولد دل محمد او صدیق ولد حاجي شیخ جسدونه پیدا شوي او د نورو درو کسانو د مرګ او ژوند حال لا نه دی معلوم ، دوژل کسانو پر بدنونو د وهلو- ټکولو او شکنجو ډیر ي نښي نښانې وې ، لاسونه یې تړل شوي وو او په سر یې توري کڅوړي اغوستل شوي وې .

کوم وخت چي ولسي مخور دخپلو مړو دجسدونو انتقال ته ورغلل د جنرال رازق ټوپکیانو نه یوازي دا چي قومي مشرانو ته سپکي سپوري وویلې ، بلکي همدا سپین روبي یې هم د طالبانو د ملګرتيا په تور ووهل .

خلګو په مختلفو ډولونو د خپل مظلومیت اواز پورته کړی، مظاهرې یې کړي ، دبشري حقونو سازمانونو دروازې یې ټکولي او د رسنیو سره یې خپل حال شریک کړي ، خو په تاسف سره چي دجنرال رازق د ګوتڅنډني له امله په کندهار کي د روان جنایت او وحشت په اړه رسنۍ دڅه ویلو زړه نشي کولای .

رازق او دسیاسي اسیرانو ډله ییزي وژني :

د ۲۰۱۳ز، کال په (جون ) میاشت کي هم رسنیو داسي راپورونه خپاره کړل چي دکندهار ولايت په ارغستان ، بولدک او تخته پول ولسوالیو کي دوه دیرش (۳۲) تنه طالب اسیران ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مربوط او سرحدي پولیسو له خوا په ډله ییزه توګه وژل شوي دي .

د عیني شاهدانو په وینا چي : شپږ تنه بندیان د ارغستان په بالا ژړه کي ، اوه کسه شین نري کي او پنځه تنه توره ګاره کي، اته تنه دتخته پول ولسوالۍ په بوزو څوکۍ کي او شپږ تنه اسیران دبولدک ولسوالۍ په قرارګاه کي د امنیه قوماندان (رازق) په شخصي زندان کي وژل شوي دي . وژل شوي کسان لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي او بیا له بندخونو څخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلا بیلو ځایونو کي وژل شوي دي .

د اسیرانو په تېره دسیاسي بندیانو وژنه د بشري ، مدني او جنګي قوانینو څخه داسي ښکاره بغاوت دی ، چي په هیڅ ډول نشي توجیه کیدلای . د ډیموکراسۍ عسکر چي دنړۍ په هره لویه او وړه پیښه کي دحقونو او قوانینو نارې وهي دلته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه داسي وحشي کړنو کي ښکېل دي او یا یې تر پوزي لاندي تر سره کیږي، چي په نورو هیوادونو کي همدا ډول وحشت دځان لپاره د پوځي مداخلې او یرغل مجوز ګڼي .

خو په افغانستان کي بیا هر څه برعکس دي ، په پټه او ښکاره په انفرادي او ډله ییزه توګه سیاسي اسیران وژل کیږي ، په زندانونو کي د سیاسي بندیانو شکنجه کول او په کلونو کلونو بې محاکمې په بند کي ساتل عادي دود ګرځیدلی دی او…

په کندهار ښار او شا وخوا سیمو کي په لسهاوو شکمن کسان په دې جرم وژل شوي چي د طالبانو سره په اړیکو درلودو تورن وو او یا د طالبانو د کورنۍ غړي او نژدې خپلوان وو، داسي به هیڅ ځای هم نه وي پیښ شوي چي د اصلي تورن کس په ګناه دهغه دکورنۍ غړي او خپلوان سزا شوي او حتی وژل شوي وي خو د کرزي رژیم د کندهار په څېر په نورو ولایتونو کي هم همدا ډول شکمن کسان نیولي او وژلي دي .

په هر صورت د عامو خلګو سره زور زیاتی او د اسیرانو انفرادي او ډله ییزي وژني که ظاهرا د قوماندان رازق له لوري تر سره کیږي، خو واقعیت دا دی چي د کندهار ټول چارواکي په دغه وژنو او جنایتونو کي شریک دي، ځکه دا لومړی ځل نه دی چي بندیان وژل کیږي او یا د ولسي خلګو سره ناوړه چلند کیږي په ځلونو ورته نوري پښي هم ددغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کي ترسره شوي دي .

وژل شوي کسان لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي او بیا له بندخونو څخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلابیلو ځایونو کي په شهادت رسول شوي دي .
جنرال رازق ، پوهاند تور یالی ویسا او ولایتي بانډ یې د محکمې ، څارنوالۍ ، وکیل او قاضي دپریکړو څخه پرته دخلګو دوژلو، ځورولو او کور نړولو امر ورکوي ، او اوباشان یې بیا په ډيره بې رحمانه توګه سر ته رسوي ، په دې وروستیو کي دکندهار ښار په مختلفو ناحیو کي دخلګو کورونه په دې تور ویجاړشوي چي ګواکي دطالبانو سره اړیکي یا خپلوي لري .
څو میاشتي مخکي جنرال رازق په ډاګه حتی له رسینو سره خبرو کي په اصطلاح ملي پولیسو ته دطالب په نامه د افغان وژني جدي امر صادر کړ، جنرال خپلو وژونکو ته وویل چي دطالب په نامه دي څوک ژوندی نه راولي هرځای یې چي نیسي هلته دي کار ورخلاصوي . همدا وروستۍ ذکر شوي وژني او په ژړي ولسوالۍ کي عام قتلونه ددغه نالوستي جنرال د امر وروستۍ عملي نمونې دي .

دبشري حقونو کمیسیونونه او بنسټونه ژر تر ژره باید په کندهار کي دنوري عام وژني دمخنیوي په موخه جدي اقدامات ترسره کړي ، کنه په دغه ولایت کي به یو لوی بشري ناورین را منځته شي ، لکه څنګه چي مخکي اشاره ورته شوه ، جنرال رازق خپلو عسکرو ته عام وتام د مخالفینو په نوم د افغان وژني اجازه ورکړې ده ، نو که مخه یې ونه نیول شي خدای مکړه ډیر ولسي هیوادوال به ددې وحشت قربانیان شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

الله تعالی دي دغه دکافرو غلام ، وحشي ګوډاګی تباه اوبربادکړي ، اوالله تعالی دي په خپل غضب اخته کړي هم په دنیاکې هم په عقبا کې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x