نړۍ

دپاکستان دمسلیم لیګ فنکشنل ګوند مشر پیرپګارا ومړ

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۱۱) اسلام اباد: دپاکستان دحرطبقی روحاني اد ددغه هیواد دمسلیم لیګ فنکشنل ګوند سیاسي مشر پیرپکارا تیره ورځ ناوخته د۸۳ کلنو په عمر لندن کی کوم روغتون کی ومړ.

دباکستان دسیند ایالت دحرطبقۍ روحاني او دمسلیم لیګ فنکشنل ګوند سیاسي مشر پیرسید مردان شاه دوهم چی په پیرپکارا سره یی شهرت درلود له تیرو دوو میاشتو څخه دکراچي ښار په اغاخان روغتون کی ترملني لاندي وو.

او ددرملني په اوږدو کی یی ځیني عملیاتونه هم ترسره شوی وو، نوموړي درواني میاشتي پر ۵ مه نیټه کله چی یی ناروغي سخته شوه دیوه خاص هوایی امبولانس په په واسطه لندن ده دسږو ددرملني لپاره انتقال شو. نوموړي تیره ورځ دلندن په محلي وخت درینیمي بجي ومړ، پیربګارا شاته یوه میرمن څلور زامن او دري لورګیاني پریښودي.

دپاکستان اولسمشر اصف علي زرداري او ددغه هیواد لومړي وزیر دپیربګارا دوژني له امله دنوموړي کورني ته دتسلیت مراسم وړاندي کړی او دپیربګارا وژنه یی دهیواد لپاره لویه ضایعه بللی ده.

پیربګارا په ۱۹۲۸میلادي کال کی دپیرسید صبغت الله شاه دوهم په کورکی دغي دنیاته سترګي رڼی کړی وی، دنوموړي پلار پیر سید صبغت الله شاه په ۱۹۴۳ میلادي کال کی هغه وخت دبرطانویانو له لوري اعدام شو کله چی نوموړي دبرطانوي ولکي په وړاندي په مبارزه لاس پوري کړ.

دنوموړي له وژل کیدو څخه وروسته، کله چی دپاکستان داولسمشري په ټاکنو کی ایوب خان دپاکستان دبنسټ ایښودونکي قائد اعظم محمد علي جناح خورته ماتي ورکړه، له هغه وروسته دقائد اعظم خور فاطمه جناح دپاکستان مسلیګ فنکشنل په نوم سره نوي ګوند اعلان کړ، اوپیرپګاری یی دګوند لومړی مشر وټاکي او بیا تراوسه پوری بیرپګار ددغه ګوند دمشر په توګه پاته شو.

ویل کیږي پیرپګارا به اکثره وخت دپاکستان په سیاست کی کره کره وړاندویني کولي، نوموړي ته دپاکستان دحر طبقي خلګو ټینګه عقیده درلوده او تراخیره پوري ددغي طبقي روحاني مشرپاته شوی وو. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x