افغانستان

ولسي جرګه: که کابینه ژر را معرفي نشي، سرپرستان به ناقانونه اعلان کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې ځینو غړو ګواښ کړی چې که د امریکا تر سفر وړاندې د ګډ حکومت دواړه مشران پاتې کابینه دوی ته ور معرفي نه کړي، نو دوی به ټول سرپرستان ناقانونه اعلان کړي.

ټاکل شوي چې د ګډ حکومت دواړه مشران د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر پر امر واشنګټن ته سفر ورکړي، خو د ولسي جرګې غړي وايي چې ګډ حکومت باید تر دې سفر وړاندې دوی ته پاتې کابینه ور معرفي کړي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي رسنیو ته ويلي چې که حکومت په دې ورځو کې دوی ته پاتې کابینه ور معرفي نه کړي، نو دوی به په هېواد کې ټول سرپر ستان وزیران، رییسان، والیان او نور ناقانونه اعلان کړي.

د دوی په خبره په هېواد کې د پراخ اداري فساد یو ستر علت د سرپرستانو موجودیت ګڼل کېږي چې خپلې ادارې ته یوازې د جېب د ډکولو د وسیلې په سترګه ګوري.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل واک د سوګند پورته کولو په مراسمو کې ویلي و، چې دوی به په حد اکثر پنځه څلوېښتو ورځو کې یوه کاري او د استعدادونو پر بنیاد ولاړه کابینه ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

خو د نږدې شپږو میاشتو په تېرېدو لا هم ګډ حکومت نه دی توانېدلی چې خپله کابینه بشپړه کړي، شاوخوا درې میاشتې وړاندې يې د دوو رییسانو په ګډون پنځه ویشت تنه نوماند کابینه ولسي جرګې ته ور معرفي کړه، خو یوازې پکې اتو وزیرانو او رییس د باور رایې وګټلې.

د تېرې نوماندې کابینې پر لست هم پخوانیو جهادي مشرانو سختې نیوکې وکړي او ګډ حکومت د مجاهدینو په ګوښه کولو ملامت کړ، خو کره سرچینې وايي چې په پاتې کابینه کې نږدې ټول د پخواني جهاد مخالفین د خلق او پرچم غړي دي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې ولسي جرګه ولې د ګډ حکومت د مشرانو تر سفر وړاندې د کابینې پر معرفي ټینګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x