fbpx

سرپل: امنیتي ځواکونو دوه خبریالان ډبولي او ښکنځلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د سرپل ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې تېره ورځ ناوخته ازاد خبریال يعقوب علي او د اريانا تلويزون ښځينه خبرياله اتيلا نوري د سرپل ولايت مقام د ساتونکو پوليسو له خوا ډبول شوي دي.

ډبول شوي، خبريالان وايي، چې د ولايت مقام ساتونکو پوليسو د ډبولو سربېره د دوی سپکاوی کړی او ښکنځل يې هم ورته کړي دي.

يعقوب علي رسنيو ته وويل، دا لومړی ځل نه دی، چې چارواکي او امنيتي ساتونکي خبريالان ډبوي او پر ضد يې له تاوتريخوالي کار اخلي او سره له دې چې افغانستان کې د ژورناليستانو دژغورنې اتحاديه فعاليت لري، مګر تر اوسه د هېڅ خبريال ډبوونکی پوليس او چاوراکي نه دي محاکمه شوي.

د يعقوب علي په وينا د دوی د ډبولو لامل دا دی، چې د کب پر ۱۹مه والي ژورناليستان يوې ولسي غونډه کې له ګډونه منعه کړي وو او ځايي خبريالانو دغه پېښه رسنيو ته راووېسته.

د ډبول شوي خبريال په وينا والي له دې خبرې وروسته د سرپل له خبريالانو سره ضد پيل کړی او د ولايت ساتونکو پوليسو دوی د سرپرست والي په امر ډبولي دي.

د اريانا تلويزون ښځينه خبرياله اتيلا نوري وايي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ډبول کيږي، بلکې تېره مياشت هم د جميل په نوم د ملي اردو يو قوماندان د والي په سلا هغه مهال نوموړې وډبوله، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره کور ته روانه وه.

د آغلې نوري په وينا له تېرې اوږدې مودې د والي نږدې کړيو ورته د تيليفون له لارې د مرګ ګواښونه کول او د دې ټولو ګواښونو يوازنی لامل د والي خبره نه منل او د ده له غوښتنو خلاف خبرونه خپرول دي.

د اتيلا په وينا تېره ورځ پوليسو دا ځکه وډبوله، چې د خپل ملګري خبريال يعقوب علي د ډبولو صحنه يې عکاسي کوله.

خبريالان وايي، چې واليان، امنيه قوماندانان او د اربکيانو ځايي مشران د دوی د فعاليتونو پر وړاندې خنډ دي او دغه چارواکي تل هڅه کوي، چې خبريالان په خپل کنټرول کې وساتي او د دوی له غوښتنو خلاف خبرونه خپاره نه کړي.

د خبريالانو په وينا ملي اردو او پوليس پر ځای د دې چې د قانون ساتنه وکړي، د والي، قوماندان او نورو چاوراکو د شخصي ملېشو په توګه دندې ترسره کوي او د دوی لپاره له خلکو په زور باج اخلي، ډبوي يې او د ژوند په چارو کې يې مداخلې کوي، مګر کله چې خبريالان د چارواکو د ظلمونو کيسې رسنيو ته راباسي، نو خبریالانو ته هم د چارواکو له لوری ګواښونه کيږي او ډبول کيږي.

تر اوسه هېڅ چارواکی او قوماندان د خبريالانو د ډبولو او سپکاوي له امله نه دی محاکمه شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د