نړۍ

ایران له افغانستان سره پولی ته څیرمه فوځي تمرینات پیل کړه

hurmuz(نن ټکی ا سیا جنوري ۲۰۱۲/۰۸) دفارس نیمه حکومتي خیري اژانس خبرورکړي دی چی ایراني ځواکونو له سمندري مانورو څخه وروسته تیره ورځ له افغانستان سره پرپوله باندی دځمکنیو ځواکونو له لوري هم مانوري پیل کړي دي.

دایران دځمکنیو ځواکونو قومندان محمد باکور  له خبري رسینو سره دخبرو پروخت وویل چی دشهیدانو دیوالي په نامه سره دغه مانوری یی دافغانستان له پولي څخه ۶۰کلو مټره لري ددي لپاره پیل کړي ترڅو دهیواد دپولو امنیت تضمین کړي.

دایران ملي امنیت اودبهرنیو سیاستو نو دټولني یوه غړي اسماعیل کوثري له ایراني ورځپاڼي مهر سره دخبرو پروخت وویل دایران دسمندري ځواکونو له لوري پیل کړل شوی مانوری به درواني میاشتی تراخیره پوري دوام ومومي، نوموړي زیاته کړه دغه مانوري یی ددي لپاره پیل کړی دي ترڅو دهیواد سمندري ځواکونه دی ته تیاري وښيی چی دضرورت پروخت دهرمز تنګی بند کړي،

دایران دانقلابی بحری ګارډ له لوري چی خلیج کی کومی مانوري پیل شوی وي له لسو ورځو څخه وروسته تیره دوشنبه پا ته ورسیدي.

له هغه وخته  څخه  وروسته چي ایرانیانو دهرمز تنګي دبندولو ګواښ کړی له کوم ځای څخه چی په لوړه کچه نړیوال نفت انتقالیږي، په نړیوال بازارکی دتیلوبیی لوړي شوی دی.

همدارنګه ایران دامریکی ومتحده ایالاتو ته ګوت څنډنه کړی ده چی دهغه بیړي په وړاندی  کومه چی سیمه کی امریکایی الوتکي وړي اوراوړي دبیرته راګرځیدوپه صورت کی لازم عکس العمل وښیی، دغه بیړي دتیرکال ددیسمبر په میاشت کی له سیمي څخه تللی وو

په عین حال کی دډیلی ټیلګراف ورځپاڼی چی له لندن څخه خپریږي خبرخپورکړی دی چی برطانوی سمندری ځواکونه دی ته تیاري نیسي چی خلیج ته نوی اوډیره پرمختللی جنګی بیړي ولیږی، دبرطانوي سمندري ځواکونو له لوري دغه خبرهغه وخت  راپورته شو کله چی ایران ګواښ وکړ چی دتیلو دراکړي ورکړی او دنفتو دنړیوال انتقال په وړاندی به دهرمز تنګی بند کړي.

ورځپاڼه وړاندی لیکی چی دبرطانویانو له لوري به دغه ویشتونکی اوویجاړونکی جنګي بیړي د جنوبي انګلستان دپورتس موت له بندرګاه څخه دراتلونکي چارشنبي په ورځ مخ دخلیج په لور روانیږي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x