fbpx

غور: یو سړی ۲۲ ورځې وروسته له واورو ژوندی راووت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د غور سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې پراخو واورو ښویېدنو ګڼ شمېر خلک تر وارو لاندې کړل، خو دوی له ۲۲ ورځې وروسته یو تن ژوند را ویستی دی.

د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې دوی پرون – یکشنبه – د کب په څلورویشتمه د محمد صدیق په نامه یو تن له ۲۲ ورځو وروسته له وارو ژوندی راویوست او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د سرچينې په قول محمد صدیق د فیروزکوه د یادګاه د سیمې اوسېدونکی دی، چې دوه ویشت ورځې وړاندې له خپل کلي څخه بل کلي ته په لاره تر واور لاندې شو.

پخپله محمد صدیق رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې ده تر واورو لاندې دوه ویشت ورځې په یوه سمڅه کې تېرې کړې دي.

د غور د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د نوموړي نور روغتیايي او عصبي حالت د ډاډ وړ دی، خو د ډاکټر علي محمد صمدي په برخه له دېرې یخني نه يې پېښې فلج شوې دي.

محمد صدیق له خوښیو په ډک انداز رسنیوته ويلي چې دی خدای ژوندی ساتلی او دا د خدای جل جلاله ځانګړی فضل دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د