نظــر

Civil society – مدني ټولنه!

لیکنه :    موسی فرهاد     2015- 03- 15

  Civil society   یامدني ټولنه!   تاسو به ښایې نن سبا دا نوم ډېر زیات اورئ. په ځانګړي ډول د کابل رسنۍ خو روزانه د مدني ټولنو او مدني فعالانو په اړه خبرونه خپروي. خو زموږ د هیوادوالو ډېری برخه ورسره نا آشنا ده .  هغوی نه پوهیږي چې مدني ټولنه څه ، او مدني فعالین چا ته ویل کیږي ؟ کردار یې څه وي ، د چا لخوا جوړيږي ؟ او د څه هدف لپاره وي ؟

د مدني ټولنې تعریف :    هغه وګړي چې د ټولني د خیر ښیګڼي په موخه راټول شي او د ټولني معنوي او مادي خدمت ته ملا وتړي ؛ هغوی ته Civil society مدني ټولنه او Civil Activist  مدني فعالان وایی . دوی  د ټولني لپاره د فرهنګي او معنوي خدماتو  ترڅنګ وخت نا وخته د ټولني مادې خدمت هم کوي . د غربت او فقر د له مینځه وړلو پر لارو چارو غور کوي ، د غریبو لاس نیوی کوي . پر هغوی باندي د ظلم مخه نیسي ، د غم ځپلو مرسته کوي . د مظلومانو فریاد اوري ،  د ټولني د کلچر او عنعناتو څارنه کوي ، د پردیو د ناوړه دودونو مخه نیسي . لنډه داچې د خیر ، نیکۍ او ټولنیز احساس درلودونکي وګړي د خپل احساس له مخي راټول شي او د خپل قام او ټولني د خیرښیګڼي په لاره کې شپه او ورځ یوه کړي ؛ دې ته وایي مدني ټولنه او مدني فعالان .

د دې لپاره ښه بیلګه زموږ د پښتني کلیوال ژوند ، درانه سپین ږیري ، د هغوی جرګي او دیني علماء دي . چې له پیړیو پیړیو دا همدردي او خواخوږې زموږ په خلکو کې ، د یو دود او عنعني حیثیت خپل کړی دی .  همدا وجه ده چې پښتني ټولنه د تاریخ په اوږدو کې د حکومتونو د مستقیمي سرپرستۍ او پالني پرته هم ورانه شوي او خواره شوي نه ده . ټول معنوي ارزښتونه یې ژوندي ساتل شویدي .
حقیقت دا دی، مدني ټولنه او مدني خدمات چې څومره ارزښت په اسلام کې لري ؛ په بل هیڅ دین کې دومره اهمیت نه دی ورکول شوی .  ځکه چې اسلام د هر خیر او نیک کار ننګه کوي . او خپل مننوکي ورباندي امر کوي . مدني او بشري خدمت چونکه یو  ښه کار او د نیکو خلکو ځانګړتیا وي ؛ نو ځکه د اسلام دین ورته اهمیت ورکړی دی.

  حلف الفضول

حِلف الفضول ، د مدني ټولني یوه ښه نمونه ده. د جاهلیت په زمانه کې د مکي د ښار اوسیدونکي سره را غونډ شول ، سلا مشوره یې وکړه چې آینده به  زموږ په ښار کې د  هر مظلوم دفاع کوو او د ظالم څخه به يې حق ور اخلو که څه هم دا دفاع زموږ په وينو او زموږ په مرګ سره وي. دا اتحادیه له دې راپیدا شوه چې د یمن یو سوداګر مکې ته سودا راوړه، عاص بن وائل له هغه نه څه شی وپیره خو خپل حق (پیسي) یې ورنکړي . هغه سوداګر لوړي غونډۍ ته وختی ، په لوړ آواز یې د مکي خلکو ته فریاد وکړ . د مکي خلکو د خپل فطري حمیت او همدردۍ له مخي د هغه سړي ننګه وکړه ، خپل حق یې ورځیني ترلاسه کړ ، د آینده لپاره یې پخپل منځ کې سره عهد وکړ چې د مظلومانو او غریبانو مرسته به کوي د ظالم مخه به نیسي .  دي ټولني او میثاق ته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم وبلل شو چې هغه مهال یې عمر پنځلس کاله وو ، محمد صلی الله علیه وسلم ورسره ملګرتیا وکړه . تر بعثت وروسته یې همدا حِلف ژوندی وساته. او ویی فرمایل :
قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : «قَد دُعِيتُ فِى الجَاهِلِيَةِ اِلى حِلفٍ لَو دُعِيتُ اِلَيهِ فِى الإسلاَمِ لأجَبتُ»

یعني:  زه د اهل مکي یوه داسی حِلف ته بلل شوی وم، که چیری له اسلامه وروسته هم بلل شوی وای ؛ قبول کړی به مې وای .  مطلب داچې دا حِلف او عهد که څه هم د مکي د مشرکو او جاهلو وګړو له لوري جوړ سوی وو ، خو چونکه آساس او بنسټ یې د خیرښیګڼي لپاره او د عامه خلکو د بهبود او د ظلم د مخنیوي لپاره و ؛ نو دا یو نیک او د خیر کار و ، که چیري همغه خلکو په همغه حالت کې ماته له نبوت وروسته هم بلنه راکړي وای ؛ ما به پکي ګډون کړی وای . ځکه چې دا یوه مدني او بشري ټولنه وه او د بشریت د خیر لپاره یې هڅي کولي. نو د محمدصلی الله علیه وسلم له دې قول او فعل نه د مدني ټولني تعریف او ارزښت څرګند شو .

   د نن سبا مدني ټولني :   

اوس به راشو دې خبري ته چې زموږ په هیواد کې خصوصاً په کابل او څو نورو ښارونو کې چې نن سبا د مدني فعالانو او مدني ټولنو کوم بازار ګرم دی ؛ آیا دا ټولني د پورتني تعریف مصداق دي کنه ؟  که وي ، نو دوی خو هغه کار نه دی کړی چې زموږ د ټولني اصلي درد دواء کړي ، زموږ د کلیوالو سپین ږیرو د جرګګیو په څیر چې په کلیو او بانډو کې به یې د خلګو ترمنځ وراني ویجاړي رغولي ، د غریب او ناوسه لاس نیوی به یې کاوه ، د ناروغ پوښتنه به یې کوله ، د بدیو او بدرنګیو مخه به یې نیوله ، د خپلو افغاني عنعناتو تحفظ به یې کاوه.
دغه ټولني خو اوس زموږ په هیواد کې د خره لمانځ غونډي جوړوي ، د سپیو او پیشوګانو د ساتلو لپاره ځوانان ننګوي ، مسلماني میرمني د پړوني او چادرۍ غورځولو ته هڅوي، د نجونو او هلکانو د نایټ کلبونو اهتمام کوي ، په لوکسو او ګران بیه  هوټلونو کې د ساز او سرود پروګرامونه تهیه کوي ، د فیشن شو په نامه د ښځینه وو لپاره د غربي لباسونو واک شو کوي ، د کُو  نالج (ګډتعلیم) کلچر ته ځوانان تشویقوي ، نویو ځوانانو او انجونو ته خپل افغاني اسلامي کلتور توره ارتجاع ، او د غرب منحط کلچر اصلCivilization   یا تمدن  تعریفوي ، د علمي کنفرانسونو په نامه ښځینه او نارینه ځوانانو ته همیشه د لیبرالیزم لیکچرونه ورکوي.  خلاصه دا چې د نن سبا د کابل مدني ټولني د یرغلګرو د فرهنګي یرغل د تعمیل لپاره د کرایې یو ښه ځواک دی. ځکه یې هره کړنه له افغاني او اسلامي کلتور سره همیشه په ټکر کې وي . او د افغانانو عکس العمل راپاروي .

 دوه عجیبه احتجاجونه

لومړی : –    په سویډن او واشنګټن کې د مدني ټولنو احتجاج.Hijab-Movement

1 –   د اګست 21 – 2013م کال کې په سویډن کې یوه مسلمانه میرمن د خپل اغوستي حجاب له امله د یو چا لخوا وځورول سوه ، نو په سبا ورځ یې یوشمېر نامسلمانو ښځینه وو د احتجاج په ډول اسلامي حجاب په تن کړ ، پړوني یې پر سر کړل ، لارو کوڅو ته را ووتلي ترڅو د هغي مسلماني میرمني ننګه وکړي چې د پړوني پرسر کولو له کبله ځورول شوي وه . دوی  شعارونه ورکړل چې حجاب د مسلمانو میرمنو خپل حق دی ، باید چې دا حق یې خوندي کړل شي . او حکومت یې ساتنه وکړي .

guantanamo Activists wearing orange jumpsuits mark the 100th day of prisoners' hunger strike at Guantanamo Bay during a protest in front of the White House in Washington May 17, 2013. REUTERS/Joshua Roberts (UNITED STATES - Tags: POLITICS CIVIL UNREST) - RTXZQOWguantanamo2

2 –  د جنوري 11 – 2011م کال کې په واشنګټن کې یو زیات شمېر مدني فعالانو د ګوانتنامو د زندانیانو په څیر سرې جامې په تن او توري خولۍ پرسر کړي او د سپیني ماڼۍ په مخکي يې مظاهره وکړه ، د دې زندان د بندولو او د بشري حقوقو د احترام غوښتنه یې کوله . البته دا ډول غوښتني د بیلابېلو مدني ټولنو لخوا څوڅو ځله په مختلفو ځایونو کې ترسره شوي.

دوهم : –    په کابل او اسلام آباد کې د مدني ټولنو احتجاج  

safe_image.php safe_image2.php safe_image3.php

خو برعکس په کابل او اسلام آباد کې چې دواړه د اسلامي هیوادونو دارالخلافي دي ؛ بل ډول احتجاجونه ترسره شول .
1-   د مارچ پر  8 –  2015 کابل کې د مدني ټولني لخوا یو شمېر ځوانانو ته دنده ورکړل سوې وه چې د ښځو چادرۍ واغوندي او په بازارونو کې وګرځي او بیا هریو پخپل پیغام کې خلکو ته ووایي چې دا څومره ناوړه شی دی ، په دې کې زموږ ساه بندیږي ، دا له ښځو سره ظلم شوی دی ، باید چې هغوی نور دا چادرۍ وا نه غوندي، په دې کار سره یې د ښځو ورځ ولمانځله او  د خپلو بهرنیو ډونرانو پیسې یې ځان ته حلالي کړی .  خو دې ټکي ته یې پام نه و چې ولي دومره بې وجدانه او بې ضمیره او ایمان پلورونکی  واوسي ، په دې کار سره خو یې د اسلام ستر حکم چیلنج کړ ، سَتَّر او حجاب خو د ښځو لپاره د الله له لوري فرضي حکم دی . څنګه ورته ناوړه کار وایی ؟  دغو کم عقله ځوانانو په دې کار سره د خپلو ، میندو او خویندو په ابرو و عزت باندي هم لوبي وکړي . د خپل پلار ، نیکه او ټبر عنعني ته یې په سپکه وکتل .

د سویډن  نامسلمانو ښځو خو د مسلمانو مېرمنو  د پړوني او چادرۍ ننګه وکړه او وې ویل : دا خو د مسلمانانو خپل کلتوري او عقیدوي حق دی .   مګر متاسفانه!  چې زموږ په مسلمان پلازمینه کابل کې بیا د مدني ټولني په نامه څو نا اهله وګړي د څو پیسو لپاره داسي ناوړه او پست حرکت ترسره کوي . !!!

lineup_Feb_09 lineup_Feb_019 lineup_Feb_0219
2 –    د مارچ پر 5 – 2015م کال په کابل کې د یوې مدني ټولني په ابتکار د خره غونډه وشوه. د خره د تعظیم او قدردانۍ لپاره یې هغه ناکجاتي ویلي، چې خر پخپله ورته حیران پاتي وو.   که په دې خلکو کې یوه ذره احساس او وجدان وای نو د واشنګټن له مدني فعالانو نه خو به یې لږ حیاء او شرم کړی وای چې هغوی د ګوانتنامو د اسیرانو په ننګه د انسانانو د احترام غوښتنه کوله  مګر د کابل تش په نوم مدني  فعالان  د خره د تعظیم لپاره سره را غونډ شول ، د انسان د تکریم پرځای یې د خره  لمانځنه پیل کړه .

Islamabad
3 –  د  دیسمبر  18– 2014.   په اسلام آباد کې یوشمېر ښځینه او نارینه مدني فعالان  د لال جومات په مخکې را غونډ شول ؛ د دغه جومات او مدرسي  د بندولو غوښتنه یې کوله ، دا ځکه چې په دې مدرسه کې  داسي  ښځي دیني زدکړي کوي ؛ چې ټولي  اسلامي حجاب کوي ، چادرۍ او پړوني یې پرسر وي . دغو مدني فعالینو ویل دا دې سمدستي بند شي . ځکه چې دا دهشتګردي خپروي .  مګر د سویډن نامسلماني مدني فعالیني یې بیا ننګه کوي چې وایی حجاب د مسلمانو میرمنو خپل ایماني او کلتوري حق دی .  خو د کابل او اسلام آباد مدني ټولني بیا هغه څه وایی  او کوي چې د خپلو ټولنو د عقیدي او کلتور سره  ۱۸۰ درجي ټکر لري . ……!!!

امید دی چې د پورتنیو تعریفونو او  واقعیتونو په رڼا کې  مو د نن سبا Civil Societies   مدني ټولني څه ناڅه پیژندلي وي .
پای ………………………………………………………..!!!

موسی فرهاد        2015-03-15

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

فرهادصاحب مننه یقیناله واقعیتږنوډکه لیکنه موکړی ،،علی الله أجرکم

ميرويس مجاهد

موسي فرهاد صاحب ديره درنه او د قدر وړ ليکنه مو کړې ده، الله(ج) دي دغه ددوې د سر خلاصي او هدايت ذريعه وګر ځوي۔ موږ ته دي الله(ج) پرحق استقامت را کړي آمين

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x