کوټه کي د (ICRC ) سره کارکونکی بهرنی ډاکټر وتښتول شو

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۰۵) له کوټي څخه په یوه تازه خبرکی ویل شوی چی نن غرمه دکوټي ښارکی یوه بهرني ډاکټردنامالومو وسلوالو له لوري وتښتول شو.

ویل کیږي تښتول شوی ډاکټر کوټه کي د آی سی ار سي له نړیوالی موسسی سره کار کاوه، نن غرمي نوموړي له کوره څخه دفترته پرلاره وو چی نامالومووسلوالو له لوري درول شوی او وروسته یی  په زور سره خپل موټرته خیژولي دي، تراوسه پوری کوم لوري دتښتول شوی ډاکټر دتیښتی پړه په غاړه نه ده اخیستي اونه هم پولیسو تراوسه پوري کوم څوک دپیښی په تړاو نیولی دي.

دکوټي دپولیسو یوه چاروکی نذیرکرد له رسنیو سره دخبروپروخت وویل چی دتښتوونکو موټرتراوسه پوري له ښاره بهرنه دي وتلی مونږ خپلي هڅي په لاره اچولي دی ترڅو ددتښتوونکو درک ولګوو.

دسره صلیب نړیوالی موسسي هم دپیښي پخلی کړی دی په کوټه کی ددغي اداري ددفترله لوري په جاري کړل شوی بیان کی راغلي چي ددوي یو بهرني کارکونکي نن ورځ نامالومو وسلوالو تښتولی دي.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د