نړۍ

ډیره اسماعیل خان: پاکستاني طالبانو ۱۵ پاکستانی عسکرووژل

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۰۵) پاکستاني طالبانو تیره ورځ هغه پنځلس کسه پاکستاني عسکرووژل کوم چی تیره میاشت یی تښتولی وو،

یوي پاکستاني ورځپاڼي ډان نیوز خبرخپورکړي وایی چی دپاکستاني عسکرو مړي تیره ورځ دسیمو دخلګو له لوری دشمالی وزیرستان وشیوا ښارګوټي ته څیرمه ترستګوشوی ول.

ورځپاڼه وړاندی لیکي په سیمه کي دپاکستاني څارګري اداري دچارواکو له لوري دعسکرو دوژل کیدو پخلی شوی دي، دپاکستاني طالبانو ویاند له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت ویلی چی عسکریی په سیمه کی دفوځ له لوریی دروانو عملیاتو دعکس العمل په ترځ کی وژلی دي.

دیادولوده چی په دی وروستیو کی پاکستاني فوځ دوسلوالو په وړاندي په عملیاتو لاس پوري کړی وو اودیوه جګپوړي وسلوال په شمول دیو شمیرنورو وسلوالو دوژلوخبرهم ورکړی وو.

وژل شوی عسکر دتیرکال دیسمبردمیاشتي پر۲۲ تمه نیټه دوسلوالو له لوري تښتول شوی وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x