له عبد الله وروسته اشرف غني هم هند ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې چې هند ته د اجرایوي رئیس له سفره وروسته د ګډ حکومت ولسمشر هم دغه هیواد ته سفر وکړي.

هندي چارواکو خبر ورکړی چې ولسمشر اشرف غني د اپریل په میاشت کې هند ته ور روان دی. اشرف غني په داسې حال کې هند ته د سفر تابیا نیسي چې د ګډ حکومت یو بل مشر تازه له دغه هیواد څخه راستون شوی دی.

د روانې اونۍ په پیل کې د ګډ حکومت دواړه مشران په پرلپسې ډول یو سعودي عربستان او بل هند ته په سفر لاړل.

اجرايوي رئیس عبد الله عبد الله د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو څخه په نورو همکاریو سربیره د سولې په پروسه کې د دغه هیواد د مرستې غوښتنه وکړه. هند ته د اجرایوي رئیس د سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني هم د عین هدف لپاره سعودي عربستان ته تللی وه.

که څه هم له لانجمنو ټاکنو وروسته عبد الله عبدالله له اشرف غني سره په ټولو حکومتي چارو کې د ۵۰٪ فیصده برخې په منلو جوړجاړي ته رسیدلی، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا هند ته د ولسمشر د سفر په مقابل کې به اجرایوي رئیس سعودي عربستان ته سفر وکړي او که نه؟.

تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې اجرایوي رئیس عبد الله عبد الله د سپینې ماڼۍ په هغې بلنه توند غبرګون ښودلی چې د ګډ حکومت دواړه مشران په کې امریکا ته ورغوښتل شوي خو د اجنډا پر اساس به له ولسمشر اوباما سره یوازې اشرف غني ملاقات کوي.

اجرایوي رئيس د ياد خبر په غبرګون کې ويلي، که اوباما سره د ليدو پروګرام کې د ده نوم نه وي، نو دی به امریکا ته له سفره انکار وکړي.

د امريکا له لوري په دغه بلنه کې د ولسمشرۍ اووه تنه او د اجرایوي رياست پنځه تنه غوښتل شوي، چې دکتونکو په اند د اجرایوي رئیس د انکار یو لامل دا هم کیدای شي چې په بلنه کې د اشرف غني په پرتله د نوموړي د دوه کسانو برخه کمه ده او ښايي عبد الله عبد الله دغه اقدام د ګډ حکومت له مشرانو سره د سپینې ماڼۍ د مور او میرې سلوک ګڼلی وي.

څرنګه چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو د نیم په نیمه صلاحیتونو ویش خبره عمومي ذکر شوی او ټاکلی حد ورته تعین شوی نه دی، نو د کتونکو په باور دواړه مشران هڅه کوي له خپل دغه قانوني حق څخه اعظمي استفاده وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د