ګډحکومت او د علماوو شورا تر منځ ژور درزونه؛ ښايي دواړه سر بېل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د مشرانو او د دې حکومت د علماوو شورا د غړو تر منځ د ژورو درزونو له امله ښايي علماوو شورا له ګډ حکومت څخه خپله بېزاري اعلان کړي.

نن ټکی اسیا ته رسیدلي معلومات ښيي چې د علماوو شورا غړو د ګډ حکومت له مشر سره پر څو شرطونو د هوکړې سر خوځولی و، خو د دې حکومت په نږدې شپږ میاشتې وخت کې هغه شرطونه پوره نه شول، بلکې پر مخالفت يې لاټینګار وشو.

د سرچینې په قول د حکومت په پیل کې د ګډ حکومت مشر له دوی سره پر نورو ژمنو سربېره دا هم ويلي و، چې په هېواد کې به رسنۍ له اخلاقي اړخه کنټرولوي، ښځينه بې بندوباري به نه جوړوي، د علماوو اسناد به ارزیابي کېږي، خو په پورته ژمنو کې یوه هم نه ده عملي شوې، بلکې پر ضد يې اقدامات شوي دي.

نن ټکی اسیا د باوري سرچینو پر اساس وايي چې د خوست ولایت یو تن عالم مولوي پیرمحمد د ګډ حکومت مشر ته مخامخ وویل، چې د ژمنو په پام کې نیولو سره باید خپله مېرمن ـ رولا غني ـ دومره خپلواکه په سیاسي برخو کې پرې نه ږدئ، چې اشرف غني هم ورسره د هو سر ښورولی دی.

د ګډ حکومت له لوري په دیني برخه کې ډېره تکیه پر دې شورا کېږي، چې ان د عسکرو د ملاتړ غونډې هم د دې شورا په وسیله او د حج او اوقافو وزارت په مرسته ترسره کېږي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د علماوو شورا به کله له ګډحکومت څخه خپله بشپړه بېزاري اعلان کړي او که به ګډحکومت ته تر دې خواشینونکي اعلان وړاندې دوی خپلې ژمنې او شرطونه بیا نوي کړي.

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close