نړۍ

سوریه: مخالفین وایی دسوریی حکومت دغرب په خلاف دایران اوروسیی ائتلاف دلاس اله د

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۰۴) دسوریی دحکومت دمخالفي ډلی مشر وویل دسوریی حکومت دایرانی اوروسیی ائتلاف لپاره دلودیځ په مقابل کي دلاس اله ده، نوموړی دبرطانیی له لومړي وزیر ډیویډ کامرون څخه غوښتی چی دعسکري ځواک په واسطه دي دسوریی حکومت راوپرزوي.

تیره ورځ دسوریی هیواد ملی شورای مشر ښاغلی طلا ل ترکاوي دبرطانیی لومړی وزیر ډیویډ کامیرون ته یوه لیک لیږلی ، په دغه لیک کی نوموړي لیکلی چی دسوریی اولس یواځي دسوریی له ظالم اومستبد نظام سره نه بلکه دایران او روسیی له لوري جوړ شوی یوه سترائتلاف سره په جنګ اخته دي.

نوموړی زیاته کړه دسوریی او ایران له لوري رامنځ ته شوی ائتلاف په سیمه کی ګډ هدف لري دغه دواړه هیوادونه غواړي دغه سیمه کوم چی  دنفتو او نورو ځمکنیو زیرمو له کبله نړي کی استراتیجی ارږښت لري ترخپل اثرلاندی راولي، نوموړي په خپل لیږل شوی لیک کي دبرطانیی ولومړي وزیرته لیکلی ددی لپاره چی نړیوال اقتصاد دځان کړی تاسو باید له لاندي دوو لارو څخه یوه اختیار کړی یاخو ددغه ائتلاف غوښتنوته غاړه کیږدي اویا دایران په وړاندي په وسلوال برید لاس پوری کړي.

ترکاوي وویل دبرطانیی اونورو اړونده هیوادونولپاره کوم چی ددغه ائتلاف له لوري کوم چی دسوریی هیواد یی دلویدیځ په وړاندي یوه اله جوړه کړی ده، رامنځ ته کیدونکی خطرونه اوګواښونه په ښه توګه درک کولای شي، ددغه حکومت دراپرزولو لپاره له عسکري ځواک څخه کارواخلي او دسوریی داولس دهیلوپه پوره کولوکی له دغه اولس سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه دسوریی دحکومت په خلاف راپورته شوی اولسی ځواک داسي قوت دی چی سیمه کی امن او استقرار رامنځ ته کولای شي اودسیمي نوراړونده هیوادونوته دایران له نفوذ او شر څخه امان ورکولای شي.

الترکاوي وړاندي وویل دسوریی خلګونن ورځ ستاسو په وړاندي لوی مسئولیت ایښی دی ترڅو تاسو ددغه اولس اوسیمی دامن اوسولی لپاره بیړني ګام اوچت کړي، ترڅو دنړي امن اواقتصاد وژغوري.

دسوریی مخالفین وایی چی دبشارالاسد حکومت له روسیی څخه مادی او سیاسی ملاتړ لري، لکه څرنګه چی مونږ ولیدو په دي ورستیوکی دملګرو ملتونو دټولنی له لوري یوپریکړه لیک وړاندی شوو کوم چی دسوریی حکومت له لوری روانی کړنی یی سختی غندلی وي، خودروسیی حکومت له لوري دغه پریکړه لیک ویټو شو (مخالفت یی وشوو، نوموړی زیاته کړه دروسیی له لوري دهمیش لپاره دسوریی مخالفینوته په هغه نظرکتل شوی دی لکه څرنګه چی خپله  دسوریی حکومت ورته ګوري.

  الترکاوي وویل پاته شو ایران، ایران نه یواځي داچی له دغه هیواد سره سیاسي اومادی مرسته کوي بلکه دغه هیواد ته دعراق له لوري سرتیری رالیږي او مخامخ دبشارالاسد له عسکرو سره یوځای دمخالفینوپه وړاندی جنګیږي، تیرو ورځو کی دسوریی هیواد دخپلواک فوځ له لوري ویل شوی وو چی وسلوالویی دبشارلاسد له عسکرو سره یوځای  ایرانی جنګیالیان وژلی دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x