
ترکي الفيصل: که ايران سره اتومي تړون کيږي، سعودي عربستان هم ورته غوښتنې لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل):که امريکا او نړيواله ټولنه ايران سره د اتومي انرژۍ تړون لاسليکوي، نو سعودي عربستان او د سيمې نور هېوادونه هم ورته غوښتنې لري.
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده فيصل الترکي وايي، دی له پخوا پر همدې خبره ټينګار کوي، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه چې کومه پرېکړه کيږي، سعودي عربستان او د سيمې نور هېوادونه به هم ځان لپاره دا حق غواړي.
«موږ په زغرده وايو او پخوا مو هم ويلي، چې د ايران او شپږو سترو قوتونو تر منځ د اتومي انرژۍ د تړون په پروسه د دوی نيوکې شته او نړۍ بايد د دوی اندېښنو ته متوجه شي.»
له تېرو څو کلونو راهيسې امريکا، چين، فرانسه، روس، برتانيا او المان ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې پيل کړي او کېدای شي د ورانې مياشتې تر پايه ايران دغو هېوادونو سره يوې پرېکړې ته ورسيږي او په مقابل کې به پر ايران لګېدلي بنديزونو کې نرمي راځي.
څو ورځې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري د ايران اتومي انرژۍ په اړه له خبرو اترو وروسته سعودي عربستان ته ولاړ، تر څو رياض ته ايران سره د اتومي تړون په اړه ډاډ ورکړي.
ايران سره د اتومي تړون له امله خليجي هېوادونه ډېر اندېښمن دي.
ترکي الفيصل وايي، چې ايران عربي نړۍ کې ستونزو او لانجو ته لمن وهي، سوريې، عراق، فلسطين، يمن او بحرين کې د ټولو کشالو تر شا د ايران لاس دی او له همدې امله نړۍ بايد ايران ته اجازه ور نه کړي، چې په لويه کچه د ټول وژنې او اتومي وسلې جوړې کړي.
سعودي له ايرانه په دې هم ګيله من دی، چې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه کې د شيعه ملېشو ملاتړ کوي او تکريت کې اسلامي دولت سره د جګړې مسؤوليت او د ايراني جنرالانو ګډون سعودي عربستان اندېښمن کړی دی.
«ايران د خپلو شومو موخو لپاره په سيمه خپل نفوذ پراخوي او دا کار زموږ لپاره د منلو وړ نه دی»
د سعودي او امريکا تر منځ سوريه کې د بشارالاسد د رژيم په اړه هم اختلافات زيات شوي دي.
سعودي او امريکا غواړي، چې د اسد منځلاري مخالفين وروځي، مګر د دواړو اختلاف په دې کې دی، چې امريکا د اسد مخالفين د اسلامي دولت پر ضد جنګول غواړي او سعودي وايي، چې د اسد مخالفين بايد د بشارالاسد رژيم د نسکورولو لپاره وکارول شي.
ترکي الفيصل ټينګار کوي، چې اسلامي دولت او بشارالاسد دواړه د دوی دښمنان دي او دوی بايد د دواړو د له منځه وړلو لپاره جدي کوښښونه وکړي.
امريکا د بشارالاسد رژيم نسکورول نه غواړي
وړمه ورځ د امريکا مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» مشر جون برينان نيويارک کې يوې غونډې ته وويل، چې امريکا نه غواړي، د بشارالاسد رژيم نسکور کړي؛ ځکه چې د امريکا په ګومان د بشارالاسد نسکورول د اسلامي دولت د پرمختګ په معنا دی.
امريکايي چارواکي وايي، چې سوريه کې د دوی د هڅو او فعاليتونو موخه دا ده، چې سوريه کې داسې يو حکومت رامنځته شي، چې د بشارالاسد منځلارو مخالفينو سره په ګډه يو نظام جوړ کړي، چې ټول هېواد کې د اسلامي جهادي ډلو مخنيوی وکړي.
سي ای اې وايي، چې سعودي، قطر او ترکيې ته به ۱۰۰۰ امريکايي عسکر ځي، تر څو د بشارالاسد منځلاري مخالفين وروزي او بیا يې سيمه کې د اسلامي دولت پر ضد جګړو ته وهڅوي.
د اسلامي دولت په اړه د امريکا ستراتيژي دا ده، چې لومړی بايد په عراق کې ماتې ورکړي او سوريه کې د اسلامي دولت ځپل ستونزمن کار بولي او د امريکايي چارواکو په ګومان کېدای شي، دا پروسه څو کاله ونيسي او د دې لپاره بايد دوی د اسد منځلارو مخالفين وروزي او د اسلامي دولت پر ضد يې وجنګوي.
يمن کې د حوثيانو پرمختګ د ايران په مرسته روان دی
د ایران د مذهبي مشر اية الله علی خامنايي د نړيوالو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي وايي، چې يمن کې د «انصار الله» شيعه ايران پلوې ډلې حوثيانو پرمختګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې روان دی او دوی د دغې ډلې تر شا ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي.
علي اکبر ولايتي د ايران پلازمېنې تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د انصار الله «حوثيانو» پرمختګ يو تاريخي نوښت دی او خلک هم بايد په دې پوه شي، چې دغې ډلې سره د ايران هر ډول مرسته او لاسنيوی شته.
د ايران رسمي خبري رسنۍ د ولايتي له قوله وايي:« انصار الله به يمن کې هغه شان د ایران د ګټو ملاتړ کوي، لکه حزب الله يې چې لبنان کې کوي.»
ايراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سيمې هېوادونه تور لګوي، چې شيعه وسله وال حوثيان د ايران د ګټو لپاره يمن کې جګړې کوي.
د الجزيرې تلويزون د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې ايران د امريکا په مشوره سيمه کې د حکومتونو پر ضد په ګڼو پلانونو کار کوي او امريکا غواړي، چې ايران سيمه کې د يو مشر او قوي هېواد په توګه رول ادا کړي او د سيمې ټول هېوادونه د ايران تابع وي او د همدې لپاره يې عراق، سوريې، لبنان، بحرين، يمن او نورو هېوادونو کې خپل مستقيم او غير مستقيم عمليات پيل کړي او ايران د امريکا په مرسته تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.
د حوثيانو پرمختګ د سعودي لپاره ستر ګواښ دی
د منځني ختيځ د چارو کارپوه او د ګارډين ورځپاڼې ليکوال نېل پيټريک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف کې ستره ونډه لري، مګر دا کار د سعودي په زيان دی، ځکه چې سعودي اسلامي دولت ځپي او بل پلو ايران پلوې شيعه مليشې د سعودي سويل يمن کې مخ پر وړاندې روان دي او دغلته د سعودي پلويان ځپي او سعودي پلوی حکومت يې نسکور کړی دی.
نېل پيټريک زياتوي، چې د حوثيانو پر مختګ د سعودي عربستان لپاره ستر ګواښ دی.
د پيټريک له قوله، سعودي عربستان سيمه کې اسلامی دولت او نورو جهادي ډلو سره دښمني پالي او دا کار د ايران په ګټه دی؛ ځکه چې ايران غواړي، سيمه کې سني جهادي ډلې له منځه يوسي او ميدان به عراق، شام او يمن کې ایران پلوو مليشو او حکومتونو ته پاتې شي.
پيټريک ټينګار کوي، «د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو له امله سعودي له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې سعودي ولس هم د دغې روانې جګړې پر ضد دی او هغه خلک له اسلامه وتلي بولي، چې د بل مسلمان په وژلو کې مرسته کوي او همدا رنګه يمن او شام کې ايران پلوه شيعه ملېشې او د بشارالاسد حکومت د سنيانو پر ضد قوي پوځي عمليات کوي او دا هر څه د ايران په ګټه او د سعودي عربستان په زيان دي».
ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د ايراني الوتکو بريدونه يوازې يو هوايي خبر نه دی، بلکې دا روڼ حقيقت دی او سيمه کې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.
عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق، سوريې، يمن، بحرين او نورو خليجي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او سيمه کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.
د نړی مسلمانان باید په دې پوه شي چې د امریکا او د ایران صفوي نظام ستراتیژیکې ګټې سره یو دي او دوی د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په موخه د مسلمانانو په څپلو کې یو لاس دي. د ایران اقتصادی او نظامی پیاوړتیا به د اسلامی هیوادونو لپاره تر ټولو ورانوونکې او خونړئ وي. سعودی او نور خلیجی هیوادونه باید اوس باوري شوی وي چې امریکا دوی سره په چل کې ده، د دوی ګټه پدې کې ده چې د امریکا پرځای د اسلامی هیوادونو سره خپله همکاری زیاته ګړي او د اسلامی خوڅښتونو ننګه وکړي. په مصر… نور لوستل »