fbpx

له ځانه يې پيلوو

احمدالله احمدزی

هغه مهال مې ځانته پام شو، چې يو خوږ ملګري راته يادونه وکړه، چې فلاني ستا په اړه ويل، چې دی خو ډېر غيبت کوونکی دی، هغه مهال مې ذهن ته خبره راغله، چې ملګري ته ځواب ورکړه، چې دغه ملګري خو هم پس ګويي کړې، چې زما په اړه يې داسې خبره کړې، مګر بيا مې پام شو، چې پر نورو د نيوکو پر ځای بايد ځان اصلاح کړم.

د نوموړي ملګري له يادونې وروسته مې ځان سره فکر کاو، چې يو وخت داسې هم و، چې د خلکو غيبت او سپکاوی راباندې بد لګېده او هغه لامل څه دی، چې اوس بې فکره او بې توجه د خلکو غيبتونه کوو او پروا مو هم نه وي.

د دې تر څنګ مې ځان سره دا فکر هم پيل کړ، چې هغه کوم کارونه دي، چې د انسان له سليم فطرته خلاف دي او موږ يې کوو.

له ډېر فکر وروسته مې ځانته پام شو، چې پنځه، شپږ کاله پخوا به مو له ژبې سره ډېر احتياط کاو او له نورو مو هم داسې خبره نه شوای اورېدای، چې انسان پرې د شرافت له حده وځي او له يا لږ تر لږه د بل انسان د عزت النفس سپکاوی وي په کې.

اته کاله پخوا د يو ملګري يوه ټوکه راياده شوه، چې هغه وخت پر ما بده ولګېده، مګر اوس دغه ډول ټوکې او خبرې زموږ مجلسونو کې عادي ګرځيدلي او څوک يې چې مخالفت کوي، چې نو هغه سړی پر ټولنه بوج وي.

په ډېر وړکتوب کې مې دا حديث اورېدلی و: «مسلمان هغه دی، چې بل مسلمان يې د ژبې او لاس له ضرره خوندي وي.» يو بل حديث کې داسې راغلي، چې هغه څوک کامل مومن نه شي کېدای، چې ګاونډي يې له ضرره په امان نه وي.

هغه ايتونه او حديثونه هم راياد شول، چې د نورو انسانانو له سپکاوي او غيبته په کې منعه شوې او د بل مسلمان غيبت د خپل مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبيه شوی دی.

د قرانکريم دا ايت هم راياد شو: ‏‏قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ}‏ ‏[‏النور‏:‏ 30-31‏]‏، اې پيغمبره، مومنانو ته ووايه، چې کله پر لاره ځي، نو سترګې دې ښکته ساتي او پرديو ښځو ته مه ګورئ.»

پر دې خبره مې فکر کاو، چې شريعت دا کارونه ولې حرام کړي او د دې کارونو کوونکي ته يې ولې د دومره درنې سزا اعلان کړی دی.

پر دې خبره خو ټول پوهېږو، چې د انسانانو د ښو او بدو کارونو ګټه او زيان خو الله تعالی نه رسيږي، بلکې په امرونو او نهيو کې د الله تعالی حکمت دا دی، چې انسان بايد په ټولنه کې داسې ژوند وکړي، چې بل انسان ته ترې ضرر ونه رسيږي او څرنګه چې په خپل عزت، نفس او شخصيت خوا بدوي، بايد د نورو لپاره هم له همدې فورمول څخه کار واخلي.

دا فکر بايد وکړو، چې د نورو له سپکاوي او غيبته ځانونه وژغورو، د نورو له نيمګړتياوو سترګې پټې کړو او که چا ته مو اراده وي، چې له يو بد کاره يې راوګرځوو، نو بايد په پټه ورته د اسلامي دعوت د لارښوونې په رڼا کې نصيحت وکړو.

علما فرمايي، چې د خلکو پر وړاندې يو څوک له بد کاره منعه کول، د هغه د شرمولو په معنا دي او په پټه نصيحت د دوستۍ نښه ده.

ستر انسان هغه دی، چې خلک ورسره بد کوي او دی يې په مقابل کې ښه وکړي او د خلکو بد له ذهنه وباسي.

پيغمبر عليه السلام فرمايي: «چا چې درسره دوستي پرې کوله، ته ورسره دوستي کوه، چا چې درسره ظلم کاو، ته ورته بښنه کوه»

حضرت علي رضي الله عنه فرمايي، چې يوه ورځ پر لاره تېرېدم، چې يو سړي راته کنځل کول، نو ما له ځان سره وويل، چې ما ته نه وايي.

د تربيې استادان وايي، چې د انسان په روزنه کې څلور ځايه ډېر مهم دي، اول مور او کور، دوهم ښونځي، درېيم جومات او څلورم چاپېريال.
زموږ په ټولنه کې په عامه توګه د بې لارۍ او ستونزو لومړی پړاو د مور له څنګ او کوره پيليږي.

که مور خپل زوی ته د اسلامي شريعت او خپل عمل په واسطه ښه تربيه ورکړي، چې ټولنه کې ژوند او فکر وکړي، د نورو د سپکاوي پر ځای ورته د ښو اخلاقو تربيه ورکړي، په کور کې له نورو ښځو او ماشومانو سره ښه رويه وکړي، نو دغه اغېز يې پر اولادونو هم راځي، ورپسې پلار، ترونه او د کور نور غړي پر ماشومانو ډېر اغېز لري.

زموږ په پښتني ماحول کې خلک خپلو اولادونو ته د ښو کارونو او نېک خويونو پر ځای ښکنځل او سپکې سپورې ورښيي او د مشرانو خپل خويونه هم داسې وي، چې د ماشومانو پر راتلونکي ډېر ناوړه اغېز کوي.

د دې تر څنګ تلويزون، فلمونو او ډرامو هم زموږ د نوي نسلونو ژوند تباه کړی دی.

له کوره بهر چاپيريال هم دغسې له اخلاقي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دی.

په جومات او ښوونځيو کې هم د اهلو مسؤولینو کمی ډېر زيات تر سترګو کيږي او د دې ټولو ستونزو په نظر کې نيولو سره د انسان هغه سالم فطرت په فکري، ټولنيزو او عملي بې لاريو اخته کيږي.

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې هر ماشوم په پاک فطرت دنيا ته راځي او بيا يې مور او پلار، يهوديت، نصرانيت او مجوسيت ته اړوي.

د دې حديث يوه معنا دا هم کېدای شي، چې انسان له خپل سالم فطرت څخه د بې لارۍ لپاره تر ټولو مهم او خطرناک ګواښ مور او پلار دي. د اولاد په ګمراهۍ کې د مور او پلار رول ډېر خطرناک دی.

که سړی فکر وکړي، چې زه مسلمان يم او بايد په دنيا کې داسې ژوند وکړم، چې هم الله تعالی را نه راضي وي او هم مې انسانان له شره خوندي وي.
د دې کار لپاره بايد موږ تاسې ټول په خپلو فکرونو او اعمالو غور وکړو او خپله عقيده، فکر او اعمال وارزوو، چې کوم کارونه مو له شريعت سره برابر دي او کوم مو شريعت سره په ټکر کې دي.

محاسبه او مراقبه

صوفيان يوه اصطلاح کاروي، چې هر شپه د ويده کېدو پر مهال د خپل ورځني ژوند کارونه ارزوي، چې ښه کارونه يې کوم کړي او بد يې کوم کړي دي او دا کار «مراقبه» بولي، مګر که فکر وکړو، دا کار محاسبه ده او مراقبه دې ته وايي، چې انسان هره ثانيه او هر وخت خپل نفس او عمل څاري، چې کله هم له شريعته خلاف کار ترې صادريږي، نو دی د خپل نفس او ځان څارنه او مراقبه کوي.

مراقبه د څار په معنا ده او د شپې ناوخته د ويده کېدو پر مهال خپل ورځني اعمال ارزول، محاسبه بلل کيږي.

که موږ د خپلو ورځنيو اعمالو مراقبه او محاسبه پيل کړو، نو ان شاء الله هم به په دنيا کې هوسا او ارامه ژوند وکړو او هم به د قيامت په ورځ د الله تعالی په فضل او مهربانۍ د الله تعالی رضا حاصله کړو او د جهنم له اوره به خوندي يو.

د دې لپاره تر ټولو اړين ګام دا دی، چې له خپل ځانه يې شروع کړو.

موږ چې دنيا کې د اسلامي انقلاب عزم لرو، بايد لومړی په خپلو ځانونو کې بدلون راولوو او د اوږد راتلونکي «قيامت ورځې» له سخت عذابه ځانونه وژغورو او داسې کارونه وکړو، چې هم په دنيا او هم په اخرت کې د بريا ضمانت وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

جزاکم الله خیرا ډېره په زړه پوري لیکن ه ده ، باید چې له ځان نه یې پیل کړو ، ځکه خو ورته جهاد اکبرویل شوی ، دجهاد اکبر معنی هم همدا علماؤ بیان کړي ده چې له خپل نفس سره جهاد وکړو ، دخپل نفس جهاد نو همدي ته وایې چې له ځانه یې پیل کړه ، لمړی خپله غیب باید پریږدو بیا نورو ته ووایو ، لمړی خپله هم جهاد ته لاړشو بیانورو ته ووایو ، لمړی خپله له حرامو ځان راوګرزوو بیانورو ته ووایو ، لمړی خپله باید لمونځ په ښه طریقه زده او اداء کړو اوبیا… نور لوستل »