د امریکا تر سفر وړاندې پاتې کابینه معرفي کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د نوي حکومت له پیله نږدې نیم کال تېرېږي خو لا يې هم بشپړه کابینه نه ده اعلان شوې، خو تازه راپورونه وايي چې د ګډ حکومت دواړه مشران به امریکا تر سفر وړاندې پاتې کابینه ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

پژواک خبري اژانس وايي چې دوی ته یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې اشرف غني به د امریکا تر سفر وړاندې ولسي جرګې ته پاتې لس وزیران معرفي کړي.

د ګډ حکومت دواړه مشران د دې میلادي میاشتې په څلورویشتمه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په امر امریکا ته سفر کوي، چې تر د مګړۍ د لسو وزارتونو اداري چارې سرپرست وزیران پر مخ وړي.

ګډ حکومت له شپږ میاشتو ناندریو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې د واک په مساوي وېش رامنځته شو، چې د مرغومي په ۲۲مه يې د دوو نوماند رییسانو په ګډون د پنځه ویشت نوماند وزیرانو نوملړ ولسي جرګې ته ور معرفي کړ، چې یوازې یو رییس او اتو وزیرانو يې د باور رایې ترلاسه کړي.

د نيو چارو، بهرنيو چارو، کليو پراختيا، ماليې ، حج ارشاد او اوقافو، کانونو، عامې روغتيا او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو له نوماند وزیرانو پرته پاتې وزارتونه لا هم د سرپرست وزیرانو په وسیله ادراه کېږي چې شنونکي يې د فساد لوی علت بولي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې ځينو غړو په دې وروستیو کې ګواښ کړی و، چې که د امریکا تر سفر وړاندې پاتې کابینه دوی ته ور معرفي نه شي دوی به په هېواد کې ټول سرپرست مشران ناقانونه اعلان کړي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي رسنیو ته ويلي چې که حکومت په دې ورځو کې دوی ته پاتې کابینه ور معرفي نه کړي، نو دوی به په هېواد کې ټول سرپر ستان وزیران، رییسان، والیان او نور ناقانونه اعلان کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د