پیښور: اعظم ټاور کی چاودني مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۱/۰۴) په تازه خبرکی ویل شوی چی دپيښور ښار یونیورسټی سړک باندي دیوي څو پوړیزه وداني ترځمکه لاندی برخه کی چاودني دوه کسه وژلی او ۲۸ نوریی ژوبل کړي، ژوبل کسان په ښارکی خیبرټیچینګ روغتون ته رسول شوی دی، ویل کیږي چی له ژوبل کسانو څخه ددوو کسانو حالت نازک دي.

دخیبرپښتونخوا حکومت داطلاعاتو اوکلتور وزیر میا افتخار له رسنيو یره دخبرپروخت وویل په پیښه کی دویره اچوونکي لاس کیدلای شي، نوموړي زیاته که ویره اچوونکی غواړي په دارنګه کړنوسره حکومت کمزوری کړی او خپل شوم هدفونه مخ په وړاندی بوزي.

نوموړي زیاته کړه په دی وروستیو کی دحکومت له لوري دایالات په خیرایجنسي کی یو شمیر توند روه وسلوال وژل شوی، کیدای شي دنن ورځی برید دوسلوالو دوژلو دعکس العمل په صورت کی رامنځ ته شوی وي.

شنونکي وایی کومه وداني کی چی چاودنه رامنځ ته شوی وه، دعظم ټاور په نامه سره یادیږي، دوداني په اخیرني پوړ کی ترځمکه لاندی له څلورو څخه ترپنځو پوری دانټرنیټ کیفیاني وی، چی له وړاندي څخه لا ورته دنامالومو کسانو له لوري ورته دبندیدو ویل شوی، چي په دی وروستیو کی دپلازي داداري له لوري هم دکیفیانو چلوونکو ته ویل شوی وو، چی ژرترژره باید کیفیاني له دغه ځایه څخه لري، خوداچي دکیفیانو دچلوونکو لوري دکیفیانو بندول وځنډول شو، داوو چي نن دنالومو کسانو  له لوري ترهدف لاندی راغله او چاودنه یی پکښی وکړه.

نن ټکي اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د