
پکتیکا: د شخیل اباد امنیه قومندان د طالبانو د ماین ښکار شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت د شخیل اباد غیر رسمي ولسوالي امنیه قومندان له خپلو دریو تنو ساتونکو سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د پکتیکا سیمه ییز چارواکي پېښه تاييدوي او وايي قومندان فیض الله په خپل کلي د ماین خوراک شوی دی.
قومندان فیض الله له خپل کلي هستي څخه قلندرخېلو ته د تګ نیت درلود، چې د خپل کلي په ساحه کې د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو.
رسنیو ته د دې پېښې مسوولیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلی دی او ويلي يې دي چې یاد قومندان يې له خپلو دریو ملګرو سره په بمي چاودنه کې وژلی دی.
قومندان فیض الله د دې ولسوالي د پخواني امنیه قومندان سادول ورور و، چې د سیمې د خلکو له قوله په ظلم او وحشت کې تر سادول هم وړاندې و.
یاده دې وي شخیل اباد د پکتیکا هغه غیر رسمي ولسوالي ده، چې له مرکز پرته يې په ډېره برخه د طالبانو واک دی.