جوزجان: قرقین ولسوالۍ کې پولیسو ۴ لاریون کوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې له کبله یې ۹ لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د قرقین ولسوالۍ څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې دغه پېښه نن /دوشنبه، کب۲۵مه/ له غرمې وروسته ۱ بجه هغه مهال رامنځه شوه چې د ولسوالۍ اوسیدونکو هغه مهال په لاریون لاس پورې کړ چې د امو سیند څخه هاخوا د «شرین بویه» په نوم د بوټې د راټولو څخه منع شول.

چارواکي وايي چې پولیسو هغه مهال په لاریون کوونکو ډزې کړي چې غوښتل يې امنیه قومندانۍ ته ننوځي چې له کبله یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت د  والي مرستیال عبدالرحمن محمودي هم د پېښې پخلی کړی، هغه وايي چې سلګونو کسانو په قرقین ولسوالۍ کې لاریون وکړ او د ولسوالۍ پر دفتر او امنیه قومندانۍ یې یرغل وروړ.

هغه په لاریون کې شته کسان د طالبانو پلویان ګڼلي او په وینا یې غوښتل يې چې د ولسوالۍ ساتونکي خلع سلاح کړي چې د پولیسو له لوري په  ډزو ځواب شول.

محمودي د ۳ لاریون کوونکو د وژنې او ۶ نورو ټپي کېدنې تایید کړی دی.

د قرقین او خماب ولسوالۍ د امو په څنډو کې د ترکمنستان سرحد سره پرتې دي.

سیمه‌ییز چارواکي وايي چې ځايي خلکو غوښتل چې د امو سیند څخه واوړي او د شرین بویه په نوم یو بوټی راټول کړي.

په دې وروستیو  کې امنیتي ځواکونو خلک له دې منع کړي وو چې د امو سیند هاخوا واوړي او دغه بوټي راټول کړي چې له کبله یې نن له تاوتریخوالي څخه ډک لاریون وشو.

په تېرو څو کلونو کې د قرقین او خماب ولسوالۍ زیات خلک د شیرین بویه د راټولو لپاره د امو سیند هاخوا تلل او له دغې لارې يې ښه عاید لاسته راوړلو. دغه بوټی زیاتره پاکستان او هند ته صادریږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د